دتهران ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59699-دتهران_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې تهران له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده ترپایه راسره ملهّ ووسئ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2017 09:04 Asia/Kabul
  • دتهران ځینی نننۍ ورځپاڼې

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې تهران له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، هیله ده ترپایه راسره ملهّ ووسئ

دتهران زیاتره ورځپاڼو   د درست ایران دبیسیج ځواک  دزرګونو  رضاکارو په ټول کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علی خامنه ی  ولولناکې وینا ته  ډیر انعکاس ورکړی او لیکلی ئې  دی  ، داسلامی انقلاب  دغه جمله  چې  فرمائیلی ئې  دی ، مومنو ځوانانو   او سړیو  د داعش  جنایتکارې ډلې  په له مینځه وړلو سره   امریکائی استعمار  هم په ګونډو کړی  ،دایران د اسلامی جمهوریت    په ځواانانو کې ئې  د تکفیری داعشی  جنایتکارو په ضد  نوره کرکه اونفرت هم زیات کړی او  داسې ښکاری  چې  دغه داعشی تکفیریان به نور  په سیمې کې  دپټیدو ځای هم ونه لری .

ورځپاڼو په دوام کې لیکلی دی ، د اسلامی انقلاب معظم رهبر پخپلې ولولوناکې وینا کې ټینګار کړی ،دښمن خپله دشمنی له هر پلوه لا سخته کړې  څو په سیمې کښې له اسلامی او انقلابی تفکره راپنځیدلی  مقاومت ختم کړی، خو مومنو او استقامت کونکو ځوانانو او سړیو د داعش د تکفیری ناسور په ختمولو سره دښمنان په ګونډو کړل او  دا جمله ئې چې :مونږ کولې شوو؛  یو ځل بیائې ټولو ته ثابته کړه .

ورځپاڼو په دوام کې لیلکی دی ،حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د انقلاب د دوران، امام خمینی  او سپیڅلی دفاع له  نه لیدلو او نه درک کولو  سره سره ، په سیمې کښې د ایران په مومن ځوان نسل اثر کول د اسلامی انقلاب یوه ستره معجزه وبلله او وې فرمایل: تاسو ځوان نسل وکړې شول آمریکائی مستکبر په ګوڼدو کړئ او ورته ماتې ورکړئ.

دوی همداراز دخپلې وینا په یوې برخې کې د داعش سرطانی  دانې د له مینځه وړلو او ختمولو حقیقی عامله بسیجی روحیه او احساس وبلۀ او زیاته یې کړه: دښمنانو هڅه  وکړه د دغه تکفیری او غېرانسانی ډلې له لارې  د مقاومت د بهیر په خلاف یوه پېښه رامنځته کړی، خو مومن ځوانانو په شوق او انګېزې سره مېدان ته ودنګل او دښمن یې په ګونډو کړ.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای دا خبره په ګوته کړه چې په سیمه کښې د امریکې، صهیونېزم او مرتجعو پرله پسې څو دسیسې د اسلامی جمهوریت په اقتدار سره شنډې شوې چې یوه پکې د داعش نابودی وه.

زیاترو ورځپاڼو همداراز لیکلی دی ،د اسلامی انقلاب معظم رهبر د باهمته ځوانانو، مومنو سړیو او د هغو کسانو په هڅې  سره چې مقاومت منی، د دغه غېر انسانی تکفیری ډلې نابودی یو ستر کار وبالۀ او زیاته یې کړه،په ځینو ګاونډیو هېوادونو کښې هم د داعش په نابودولوکښې په توانمنیو باور موجود نه ؤ خو  کله چې ئې مېدان ته ودنګل نو کامیابی یې په خپلو سترګو ولیده او د اسلامی انقلاب په پېغام یعنې :مونږ کولې شوو:باندې یې باور وکړ.

=     داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ، دلبنان  په عربستان کې  مستعفی شوی لومړی وزیر  سعد حریری  بیروت  ته په رسیدو سره  د دغه هیواد له  ولسمشر میشل سلیمان او دپارلیمان له مشر نبی بری سره له لیدوکاتو وروسته   دمیشل عون په غوښتنه خپله  استعفی  ځنډولې او  وئیلی ئې دی باید  دخبرواترو  له لارې دغه مشکل حل شی .

ډیری شناندی او کارپوهان وائی  چې   د لبنان د ولسمشر ،لومړی وزیر او دپارلیمان دمشر  دغه غونډه او  دملګرتیا او  هلوځلو  لپاره سره پخلا کیدا ، په دغه هیواد کې د  سعودی عربستان د  رژیم د لاسوهنې   او  دسیسو په نسبت  د آل سعود رژیم یوه بله  ناکامی ده او  دلبنان د داخلی شخړې  درامینځةکولو لپاره ئې ستره دسیسه شنډه شوه .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دی ،د روسیې په سوچی کې  دایران ،روسیې او ترکیې دولسمشرانو حسن روحانی ، ولادیمیر پوتین  او رجب طیب اردوغان  له درې اړخیزې سرمشریزې   دخبرواترو په  دوام کې  په دې خبرې پخلی شوی چې  دایران اسلامی جمهوریت  دسیمې دامنیت اوثبات یو چورلیز دی .

 دایران د  اسلامی جمهوریت د  ملی امنیت دلوړې شورا منشی علی شمخانی  وئیلی دی ، که ټاکل شوی وی ، دایران په ضد بندیزونه پاتې شی ، نو  له امریکا او یا له دغه هیواد پرته  دجامعې ایټمی موافقې  دباقی پاتیکیدولپاره  هیڅ دلیل نشته ، زمونږ د ارزونو مَلاک هم  دمقابل لورو عملی اقدامات دی .

دامریکا په واکمن لوری کې  د اخلاقی فساد سونامی  داسې بڼه غوره کړې چې په یوه بل پسې  ئې یعنی  له هالی ووډی  مسئولانو رانیولې تر سیاسی اوپوځی  مسئولانو پورې  بې شرمه کیږی  او له خپلو څوکیو ګوښه کیږی .

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  په یولړ څرګندونو کې یو ځل بیا  پر لویدیځی هیوادونو  سخت ټکونه کړی  او وئیلی ئې دی ،  په لویدیځ کې   د دیموکراسۍ او آزادۍ په ځای  له اسلامه د ویرولو بهیر ، نیونازیزم او توکمپال بهیرونه   راوستل شوی دی   او دا به د دلویدیځ  د ځوړتیا لاملونه  برابر کړی .

دعراق په صلاح الدین ولایت کې په طورخوماتتو ښار کې  په کاربم چاودنې کې  کابو څلورویشت کسان شهیدان او  څه دپاسه نوی نور ټپیان شوی دی .

  د سعودی عربستان او صهونیسټ رژیم  ترمینځ د ځینو پټو اړیکو  درابرسیره کولو او  په عمومی ذهنونو کې  د دغې موضوع  دعادی کولو  په موخې سره  د  سعودی عربتسان او  جنایتکار رژیم  له هڅې سره  په یووخت د صهونیسټ رژیم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو  پشمول  یو شمیر صهونیسټی مشرانو  دعربو مرتجعو   هیوادونو مشرانو ته   بلنه ورکړې ، څو  د مصر دانور سادات لاره دې خپله کړی او  له صهونیسټ رژیم سره دې  ښکاره   او څرګنده سوله خپله کړی  ا و نور  له  دښمنیو لاس واخلی .

المانیتور خبری  سایټ په یوې مقالې کې  لیکلی دی ،  په یمن  د سعودی عربستان   د درو کلنو جنایتونو په وړاندې د مقاومت  دناکامولو لپاره   په دغه بې وزله  عربی هیواد  کې  دآل سعود رژیم  سټراټژی   د بریالیتوب لپاره  داده چې    په بې ګناه  ا و  عامو خلکو   غیر انسانی دباؤنه زیات کړی ،  خلک له لوږې او تندې سره لاس اوګریوان کړی .  دخلکو کورونه وران کړی ، څو   خلکو مقاومت ختم شی او دوی هم په دغه  بې وزله هیواد برلاسه شی .

 دسورئې  او عراق په زیاترو سیمو کې  د داعش تفکیری ترهه ګرې ډلې    په سترو ماتو او  د دغې جنایتکارې ډلې  له  نیواکه د ښارونو په یوه بل پسې  وتلو اوآزادیدلو سره په یووخت  د داعش بشپړونکی ترهه ګر، هم  له سختو اختلافاتو سره مخامخ شوی دی او  د له مینځه تلو په حال کې دی .

دفلسطینیانو  په ضد د صهونیسټ ستر پادری  او د آل سعود رژیم د ستر مفتی  په فتواګانو کې ورته والی  نندارې ته وړاندې شوی دی .   داپه داسې حال کې دی چې   یوه  ستر صهونیسټی پادری باروز مارزل  په یوې  عجبیه فتوا  کې   له ټپی شوو فلسطنیانو سره  مرسته  حرامه ګڼلې ده او له اسرائیلیانو ئې غوښتی دی  ،که  داسې کوم مورد سره مخ هم شی ، نو پرېږدئ  چې  دوینې دبهیدا له  امله  دوی خپل ژوند له لاسه ورکړی ځکه چې دوی ترهه ګر دی .  خو هیچا هیره نه ده کړې ،   دسعدی عربستان ستر مفتی  آل شیخ  هم څه موده مخکې  پر صهونیسټانو حمله  حرامه  اوحمله کونکی هم ترهه ګر بللی وو .

دغې ورځپاڼې همداراز  دلبنان د لومړی وزیر  سعد حریری  داستعفی بیرته اخستو په باب  هم  یوه مقاله لیکلې او وئیلی ئې دی  چې  د لبنان د داخلی شخړې  درامینځةکولو لپاره د آل سعود رژیم   دسیسه یو ځل بیا ماته وخوړله.  دغې ورځپاڼې    په دغې مقالې کې لیکلی دی ، دلبنان الاخبار ورځپاڼې راپور ورکړی په لبنان کښې د ګډوډۍ او د ناامنۍ درامینځته کولو او د لومړی وزیر سعد حریری په یرغمل نیونې  سره د حزب ا...غورځنګ د بې وسلې کولو لپاره د سعودی عربستان معادلات او هڅه ناکامه شوی او دغه چاره د حزب ا...په ګټه سر ته رسیدلی ده .

دغه ورځپاڼې  لیکلی ، سعودی عربستان اراده لرله د لبنان د لومړی وزیر سعد حریری په یرغمل کولو او استعفا ته دهغه په مجبورولو سره دغه هیواد د ورانۍ او  ګډوډۍ په لور بوځی،  خو په سعودی حکومت کښې د فارس خلیج په چارو کښې د سلاکار وزیر ثامر السبهان پلویان باوری دی چې دغه چاره د لبنان دحزب ا.... غورځنګ په ګټه سر ته رسیدلی ده .

مقالې په دوام کې راغلی دی ، دلبنان یوه سیاسی شناند امین قموریه هم  ویلی،  په بیروت کښې دخپلو پلویانو په ټول کښې دلومړی وزیر سعد حریری وینا، یوازې وینا نه وه  ،بلکې له خپلې استعفا څخه پښیمانه کیدل وو او هغه څه چې  رامینځته شول د  هغه  ستراتیژیکې کودتا نسکوریدل وو چې ځینوهیوادونو غوښتل په لبنان کښې رامینځته کړی چې په دغه هیواد کښې د قدرت انډول او سیاسی معادلات سره ګډ وډ کړی  .

=  دا هم جام جم ورځپاڼه ده چې پخپلې نننۍ ګڼې کې ئې لیکلی دی ،  دروسیې په  سوچی ښار کې د    دسورئې د وروستیو بدلونونو  او  د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د جرړه ویستلو   وروسته  په پړاؤ کې د   د غه هیواد د ثبات اوسولې ډټینګیدو او د دغه هیواد دبیخ بینائی تاسیساتو او  ښارونو  دبیا رغاونې او  دسورئې  د مظلوم ولس    دمرستو په   خاطر دنړیوالې ټولنې  د رول   دمعلومولو په خاطر   د ایران ،روسیې اوترکیې دولسمشرانو په درې اړخیزې  سرمشریزې کې   داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی   دسورئې دشخړې دحل لپاره دایران له خوا  درې حل لارې وړاندیز کړی  چې  وئیل کیږی  د  روسیې او  ترکیې ولسمشرانو ئې هم هرکلی کړی او وئیلی ئې دی ، باید  نړیواله ټولنه د سورئې   مقاومت کونکی خلک   اوس بیله پرې نه ږدی  او دهغوی  په هیواد کې دې دسولې اوثبات دبیرته ټینګیدو سره  مرسته وکړی  او  پر هغوی دې  دخپلو نظرونو له تپلو په ډده کولو سره  دهغوی سمه مرسته وکړی .

 دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې هماغه راز د  افغان حکومتی اوبهرنیو عسکرو په ضد  بمی چاودنې اوحملې دوام لری .   داپه داسې حال کې دی چې  د  افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی  یو ځل بیا  پر امریکا غږ کړی ،  په افغانستان کې دې دعامو خلکو په ضد  هوائی بمبارۍ  ودروی او نوره دې دعامو خلکو وینه نه بهوی .   وئیل کیږی چې  وړمه ورځ دامریکائی پوځ  جنګی ا لوتکو یو ځّل بیا  په هلمند ولایت کې په سختې بمبارۍ کې  کابو لس عام خلک وژلی او یوشمیر ئې نور هم ټپیان کړی دی .

 ډپاکستان په ډیره اسماعیل خان   ښار کې  یو ځل بیا د تکفیری ترهه ګرو  په لاس  د عامو  خلکو ژوند تریخ شوی دی او  په تیرو څو ورځو کې  د دغه ښار  داهل تشیَع  کابو درې کسان   وژل شوی دی  ، چې دغې چارې یو ځل بیا د عامو خلکو غوسه راپارولې او وئیلی دی چې   دحکومتی  امنیتی اورګانونواو ادارو لټیو او  بې پروائیو  تکفیری  ترهه ګر دعامو خلکو   په وژلو کې لاسپین سترګی کړی دی . 

 دسورئې  پوځ او  د دغه هیواد متحدانو  په  دیرالزور  ولایت کې په یولړ پاکونکو عملیاتو کې د داعشی ترهه ګرو  یو شمیر سلاکوټونه   کشف او  ضبط کړی دی چې په هغو  کې  په سلګونو کلوګرامه چاودیدونکی توکی ،کیمیکل  او  دغه راز ستر پوځی تجهیزات او مهمات هم ترسترګو کیږی او وئیل کیږی چې دغه   وسلې او مهمات دلویدیځی هیوادونو جوړ شوی تجهیزات دی چې  داعشی جنایتکارو ته ورکړل شوی وو .