دسوریې حکومت تل خبرو ته چمتو دی
-
د سوریې د اوقافو وزیر دداعش ترهګرې ډلې پرضد دمقاومت د چورلیز دستر بریالیتوب په اړه مبارکي وویله .
زمونږخبریال وایی دسوریې د ولسمشر د سیاسی او درسنیو د چارو سلاکاری میرمن بثنیه شعبان وویل دغه هیواد له هغو کسانو سره چې د کړکیچ د حل لپاره په سیاسی لارې اعتقاد لری خبرو ته تیار دی .
هغې ټینګار وکړ سوریې دکړکیچ له پیل راهسې په رغنده عملیاتی رودو تکیه کړی ده او ښودلی یې ده چې سیاسی خبرو او ګډون ته لیواله ده .
دغه راز د سوریې د اوقافو وزیر محمد عبدالستار السید په عراق او په تیره بیا دسوریې په ابوکمال ښار کښې دداعش ترهګرې ډلې پرضد دمقاومت د چورلیز دستر بریالیتوب په اړه مبارکی وویله .
هغه وویل دغه ستر بریالیتوب د سوریې د پوځ او د ایران داسلامی جمهوریت او دلبنان دحزب الله غورځنګ په شمول د دمشق د متحدانو د سرشیندنې په برکت لاس ته راغی .
دسوریې د اوقافو وزیر دمقاومت دچورلیز پرضد د مرتجعوعربو هیوادونو داقداماتو په غندلو سره وویل بې شکه د مقاومت دچورلیزپرضد وروستی هراړخیزه یرغل په سوریې او عراق کښې دداعش صهیونیسټی وهابی ترهګرۍ پرضد دجنګ په میدانونو کښې دحزب الله او د سوریې دعسکرو اتلواله بریالیتوبونو ته غبرګون دی .