داسلامی ایران او د سوریې ائتلاف ستراتیژیک دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i59903-داسلامی_ایران_او_د_سوریې_ائتلاف_ستراتیژیک_دی
دسوریې د لومړی وزیر سلاکار عبدالقادر عزوز وویل دایران د اسلامی جمهوریت اقدامات دنړیوال امنیت دساتلو پراساس دی او دایران پوځی سلاکاران د امنیت د ټینګولو لپاره سوریې ته ورغلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 26, 2017 10:03 Asia/Kabul
  • شک نشته چې « رقه »د سوریې یو(۱) ښار دی او ځینې وسله والې ډلې په دغه  سیمه کښې دوام نشي لرلی .
    شک نشته چې « رقه »د سوریې یو(۱) ښار دی او ځینې وسله والې ډلې په دغه سیمه کښې دوام نشي لرلی .

دسوریې د لومړی وزیر سلاکار عبدالقادر عزوز وویل دایران د اسلامی جمهوریت اقدامات دنړیوال امنیت دساتلو پراساس دی او دایران پوځی سلاکاران د امنیت د ټینګولو لپاره سوریې ته ورغلی دی .

هغه له تسنیم خبری اژانس سره په مرکه کښې له ترهګرو سره د سوریې دپوځ په جنګ کښې دایران د رول په اړه وویل له ایران اسلامی جمهوریت سره دسوریې ائتلاف ستراتیژیک دی او د حکومتونو په کورنیو چارو کښې دنه لاسوهنې او د متقابلې واکمنۍ حق ته د احترام پراساس دی او دغه ائتلاف ایجابوی چې له ترهګرۍ سره چې هیوادونه یې ځپلی دی مبارزه وکړی .

عبدالقادر عزوز  دسوریې  په شمال کښې د رقه  په شمول په پاتې سیمو د حکومت د کنټرول په اړه وویل په دې خبرې کښې هیڅ شک نشته چې « رقه »د سوریې یو(۱) ښار دی او ځینې وسله والې ډلې په دغه  سیمه کښې دوام نشی لرلی او اوسنی شرایط کاملا موقته دی او یوازې دامریکا د شتون او ددغه هیواد د وسلو په علت وسله والو ډلو په رقه سیمه کښې دوام موندلی دی