جامعه ایټمی موافقه د دړې وړې کیدا تردرشله رسیدلې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60099-جامعه_ایټمی_موافقه_د_دړې_وړې_کیدا_تردرشله_رسیدلې_ده
دجامعې ایټمی موافقې له امریکا پرته ټولو لورو ټینګار کړی ، چې دغه موافقه یوه بشپړ او څو اړخیزه موافقه ده او په دې باب بیا خبرې اترې امکان نه لری اوهمدغه به پخپل ځای دوام ولری .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 29, 2017 02:02 Asia/Kabul
  • جامعه ایټمی موافقه د دړې وړې کیدا تردرشله رسیدلې ده

دجامعې ایټمی موافقې له امریکا پرته ټولو لورو ټینګار کړی ، چې دغه موافقه یوه بشپړ او څو اړخیزه موافقه ده او په دې باب بیا خبرې اترې امکان نه لری اوهمدغه به پخپل ځای دوام ولری .

الجزیره ټیلیویژنی چینل راپور ورکړ  د روسیې  خارجه وزیر  سرګئ لاؤروف  پرون  د دغه هیواد  د نړیوالو  چارو دشورا په غوندې کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ،  هغه مهمې موافقې  چې   دڅو اړخیزې رغنده  ملګریا  دبیلګې په توګه ئې په نظر کې نیسو ،   په تیره بیا   دایران او ۵+۱دلې ترمینځ  جامعه ایټمی  موافقه  د دړې وړې کیدا   له خطرې سره مخ ده .

 داپه داسې حال کې دی چې  دامریکا خارجه وزیر  ریکس ټیلرسن   د دغه هیواد  په ویلسن سنټر  اکاډمۍ  کې یو ځل بیا وئیلی دی ،  ا روپا باید دایران په مقابل کې  له مونږ سره ملګری شی  او پر دغه هیواد  دباؤنه زیات کړی .

 دامریکا دولسمشر ټرمپ اود غه راز د دغه هیواد دنورو لوړپوړو چارواکو  وخت په وخت  کرغیړنې څرګندونې  او  ځینی اقدامات ددې لامل شوی څو  نړیوال  چارواکی او  کارپوهان  ووائی چې   امریکا نه غواړی ، په نړۍ کې رغنده تعامل دوام ومومی  او دجامعې ایټمی موافقې په څیر څو اړخیزې موافقې چې د رغنده ډیپلوما سۍ  اوسوله ایزو خبرواترو باؤر  ئې  لازیات کړی ، له مینځه یوسی .

 داپه  داسې حال کې دی چې  دجامعې ایټمی موافقې   له امریکا پرته ټولو لورو ټینګار کړی ،   چې دغه  موافقه  یوه بشپړ   او څو اړخیزه موافقه ده او  په دې باب  بیا خبرې اترې امکان نه لری اوهمدغه به پخپل ځای  دوام ولری .