جامعه ایټمی موافقه د دړې وړې کیدا تردرشله رسیدلې ده
دجامعې ایټمی موافقې له امریکا پرته ټولو لورو ټینګار کړی ، چې دغه موافقه یوه بشپړ او څو اړخیزه موافقه ده او په دې باب بیا خبرې اترې امکان نه لری اوهمدغه به پخپل ځای دوام ولری .
الجزیره ټیلیویژنی چینل راپور ورکړ د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف پرون د دغه هیواد د نړیوالو چارو دشورا په غوندې کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ، هغه مهمې موافقې چې دڅو اړخیزې رغنده ملګریا دبیلګې په توګه ئې په نظر کې نیسو ، په تیره بیا دایران او ۵+۱دلې ترمینځ جامعه ایټمی موافقه د دړې وړې کیدا له خطرې سره مخ ده .
داپه داسې حال کې دی چې دامریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن د دغه هیواد په ویلسن سنټر اکاډمۍ کې یو ځل بیا وئیلی دی ، ا روپا باید دایران په مقابل کې له مونږ سره ملګری شی او پر دغه هیواد دباؤنه زیات کړی .
دامریکا دولسمشر ټرمپ اود غه راز د دغه هیواد دنورو لوړپوړو چارواکو وخت په وخت کرغیړنې څرګندونې او ځینی اقدامات ددې لامل شوی څو نړیوال چارواکی او کارپوهان ووائی چې امریکا نه غواړی ، په نړۍ کې رغنده تعامل دوام ومومی او دجامعې ایټمی موافقې په څیر څو اړخیزې موافقې چې د رغنده ډیپلوما سۍ اوسوله ایزو خبرواترو باؤر ئې لازیات کړی ، له مینځه یوسی .
داپه داسې حال کې دی چې دجامعې ایټمی موافقې له امریکا پرته ټولو لورو ټینګار کړی ، چې دغه موافقه یوه بشپړ او څو اړخیزه موافقه ده او په دې باب بیا خبرې اترې امکان نه لری اوهمدغه به پخپل ځای دوام ولری .