امریکا د سوریې او دعراق دخلکو په وژلو اعتراف وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60207-امریکا_د_سوریې_او_دعراق_دخلکو_په_وژلو_اعتراف_وکړ
زمونږ خبریال وایی د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف په یوه (۱)راپور کښې وویل له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې د داعش پرضد د تش په نامه دمبارزې په بهیر کښې په سوریې او عراق کښې ددوې په هوایی حملو کښې څه دپاسه اته سوه (۸۰۱)ښاریز وژل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 30, 2017 13:18 Asia/Kabul
  • امریکا د سوریې او دعراق دخلکو په وژلو اعتراف وکړ

زمونږ خبریال وایی د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف په یوه (۱)راپور کښې وویل له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې د داعش پرضد د تش په نامه دمبارزې په بهیر کښې په سوریې او عراق کښې ددوې په هوایی حملو کښې څه دپاسه اته سوه (۸۰۱)ښاریز وژل شوی دی .

خو د ایرویز (Airways)په نوم دڅارنې ډلې ویلی دی په عراق او سوریې کښې دامریکا په مشرۍ دائتلاف  په وایی حملو کښې کابو پینځه زره نهه سوه یوشپیته(۵۹۶۱) ښاریز وژل شوی دی .

د امریکا په مشرۍ ائتلاف په سوریې او عراق کښې د داعش او نورو ترهګرو په مرکزونو دحملو پرځاې په ملکی خلکو او حکومتی عسکرو حملې کوی چې دغه چاره د خلکو د غصې سبب شوی ده .

امریکا له سعودی عربستان، انګلستان، فرانسې ، ترکیې ، قطر  ، متحده عربی اماراتو، بحرین  او کویت سره یوځاې داعش او نورې ترهګرې ډلې جوړې کړی دی چې داسرائیلو لپاره امن حاشیه رامینځته کړی .