امریکا د سوریې او دعراق دخلکو په وژلو اعتراف وکړ
زمونږ خبریال وایی د امریکا تر مشرۍ لاندې ائتلاف په یوه (۱)راپور کښې وویل له ۲۰۱۴ میلادی کال راهسې د داعش پرضد د تش په نامه دمبارزې په بهیر کښې په سوریې او عراق کښې ددوې په هوایی حملو کښې څه دپاسه اته سوه (۸۰۱)ښاریز وژل شوی دی .
خو د ایرویز (Airways)په نوم دڅارنې ډلې ویلی دی په عراق او سوریې کښې دامریکا په مشرۍ دائتلاف په وایی حملو کښې کابو پینځه زره نهه سوه یوشپیته(۵۹۶۱) ښاریز وژل شوی دی .
د امریکا په مشرۍ ائتلاف په سوریې او عراق کښې د داعش او نورو ترهګرو په مرکزونو دحملو پرځاې په ملکی خلکو او حکومتی عسکرو حملې کوی چې دغه چاره د خلکو د غصې سبب شوی ده .
امریکا له سعودی عربستان، انګلستان، فرانسې ، ترکیې ، قطر ، متحده عربی اماراتو، بحرین او کویت سره یوځاې داعش او نورې ترهګرې ډلې جوړې کړی دی چې داسرائیلو لپاره امن حاشیه رامینځته کړی .