په سوریې کښې له داعش ډلې دامریکا وسلې کشف شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60235-په_سوریې_کښې_له_داعش_ډلې_دامریکا_وسلې_کشف_شوی
العالم ټیلی ویژن راپور راکړی دسوریې عسکرو د دیرالزور ولایت په خوا کښې دداعش ترهګرې ډلې له پټنځایونو دامریکا او داروپا جوړې وسلې کشف کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2017 01:14 Asia/Kabul
  • دسوریې پوځیانو دامریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو او دغه راز داسرائیلو جوړې ډیرې وسلې او مهمات له ترهګرو ډلو کشف کړي دي .
    دسوریې پوځیانو دامریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو او دغه راز داسرائیلو جوړې ډیرې وسلې او مهمات له ترهګرو ډلو کشف کړي دي .

العالم ټیلی ویژن راپور راکړی دسوریې عسکرو د دیرالزور ولایت په خوا کښې دداعش ترهګرې ډلې له پټنځایونو دامریکا او داروپا جوړې وسلې کشف کړې .

دامریکا او داروپایی هیوادونو دغه جوړې وسلې چې داعش ترهګرو کارولې د سوریې په ختیځ کښې ددیرالزورولایت په العشاره ، صبیخان او الصالحیه سیمو کښې کشف شوی .

دسوریې پوځیانو مخکې هم دهیواد په بیلابیلو سیمو کښې دامریکا په شمول د لویدیځو هیوادونو او دغه راز داسرائیلو جوړې ډیرې وسلې او مهمات له ترهګرو ډلو کشف کړی دی .

دغه راز د روسیې دملی امنیت شورا وویل ماسکو له سوریې څخه دخپلو پوځیانو ایستلو ته چمتو دی او دکامل چمتووالی په تحقق سره به له دغه هیواد څخه خپل عسکر وباسی .

په سوریې او عراق کښې له ترهګرو ډلو سره سعودی عربستان، ترکیه ، قطر، امریکا ، اسرائیل ، انګلستان ، فرانسه ،اردن ، متحده عربی امارات، بحرین ،کویت او نور اروپایی او عربی هیوادونه مالی ، پوځی او استخباراتی مرستې کوی .