مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د آفتاب یزد په ورځپاڼه کی لولو: ابوبکر البغدادی د القائم او بوکمال ترمنځ په یو ځای کی پټ شوئ.
د عراق د دفاع وزارت ویاندوی افشا کړه؛ د عراق استخباراتی ارګان داسی اطلاعاتو ته لاس موندلئ چی ښیې، د داعش ترهه ګری ډلې مشر«ابوبکر البغدادی» تر اوسه لا ژوندئ دئ، او د عراق او سوریی د ګډو پولو په نږدیو کی پټ شوئ.
د عراق د دفاع وزارت ویاندوی، جنرال یحیی رسول، د فاکس نیوز له ټلویزونی شبکی سره په مرکه کی څرګنده کړ ه: موږ ګڼ معلومات لرو؛ چی ابوبکر بغدادی ژوندی دئ، او حاضر دمه د عراق او سوریی ترمنځ بیدیاؤو کی تګ را تګ کوی، او تر اوسه لا د داعش ډلګۍ پدغو بیدیایی سیمو کی پټی دی.
د عراق د دفاع وزارت ویاندوی؛ د هغو ترهه ګرو دقیق شمیر ته چی، هماغه راز په سیمه کی شتون لری اشاره ونه کړه، او یواځی یی د هغوی شمیر لس ګونه کسان اعلان کړ، او ویی ویل چی بغدادی د هغو له جملی څخه دئ.
ده زیاته کړه؛ چی دغه ترهه ګر د موږکانو په شان تر ځمکی لاندی پټن ځایونو کی اوسیږی، او یو شمیر یی هم د بزګرانو یا ښځو په جامو کی تیښتی.
*******
د تهران چاپ د اطلاعلات په ورځپاڼه کی دا سرټکئ لیکل شوئ: د اروپا پارلمان په عربستان د وسلو د پلورلو منعې ته رایه ورکړه.
د اروپا پارلمان؛ په سعودی عربستان د وسلو د پلورلو د منعی طرح، په ۵۳۹ ؤ مثبتو رایو، ۱۳ ؤ مخالفو رایو، او ۸۱ ممتنعو رایو سره تصویبه کړه. د دغې طرحې په اساس؛ د اروپا اتحادیی د بهرنی سیاست له مسؤلې غوښتل شوی، چی اروپایی هیوادونه دی؛ د یمن په وړاندی د یوې څرګندې ستراتژۍ اجرا کولو ته را وبولی. دغه طرح همداراز؛ د یمن خلګو ته د چټکو مرستو د لیژلو، او پدی هیواد کی د نښتو د پایته رسولو لپاره، د یوې سیاسی حل لارې د موندلو غوښتونکې ده. له دې وړاندی هم؛ زیاترو نړیوالو مؤسسو او ټولنو، په سعودی عربستان د اروپایی او امریکایی وسلو د پلورلو د بندیدو غوښتنه کړې وه.
*********
د تهران چاپ د جام جم په ورځپاڼه کی د جنرال نیکلسن له خولی لیکل شوی دی: داعش په افغانستان کی د خلافت د اعلانولو په لټه کی دئ. د امریکایی او ناټو ځواکونو قوماندان، جنرال جان نیکلسن، اعلان وکړ: داعش ډله په افغانستان کی د خپل خلافت د جوړولو لپاره پلان جوړوی. جان نیکلسن څرګنده کړه: داعش ترهه ګره ډله غواړی؛ د ننګرهار ولایت تر خپلې ولکې لاندی ونیسی، او د دغه ولایت مرکز، د جلال آباد ښار، د خپل خلافت مرکز اعلان کړی.
له بلې خوا؛ د افغانستان ؤلس مشر«اشرف غنی»، د (آسیا زړه) د خارجه وزیرانو په اووم کنفرانس کی اعلان وکړ: داعش؛ خپل بهرنی ملاتړونه له لاسه ورکړی دی، او په افغانستان کی د اډې جوړولو لپاره، د دغې ډلې هڅه؛ له ماتې سره مخ شوې ده. په همدی حال کی د افغانستان د ملی وحدت دولت اجرائیه رئیس«عبدالله عبدالله» څرګنده کړه: د ترهه ګرو ترمنځ توپیر قائیلیدل، او له دولتی ټروریزم څخه سترګی پټول، نه یواځی د افغانستان لپاره، بلکه د سیمی د هیوادونو لپاره به هم، ترخی پایلی ولری.
********
د تهران چاپ د همشهری ورځپاڼی په یو سرټکی کی لولو: د اسرائیلو په مخ د ملګرو ملتو سیاسی څپیړه.
د یادې ورځپاڼی په لیکنه: د ملګرو ملتو عمومی اسامبلې؛ د ۱۵۱ؤ غړیو هیوادونو په اکثریت سره رایه ورکړه؛ چی اسرائیل، د قدس ښار د نیواکګر قدرت په توګه پیژنی، او پدې توګه یی، د صهیونیسټی رژیم په مخ ډیپلماټیکه او سیاسی څپیړه ووهله.
د دغې مصوبې په اساس، اسرائیل له قدس سره هیڅ اړیکه نه لری، او دغه رژیم پدی ښار کی د خپلو قوانینو او ارادې د تپلو لپاره؛ هر ګام چی پورته کړی، غیر قانونی؛ باطل او لغو دئ.
د ملګرو ملتو سازمان همداراز د اسراییلو له مقامونو وغوښتل، چی د قدس اوسنی وضعیت ته احترام کیږدی.
شپږو دولتونو د دغه قانون په خلاف رایه ورکړه؛ چی ډیر مهم یی، کاناډا؛ آمریکا او اسرائیل دی. همداراز نورو ۹ ؤ هیوادونو هم ممتنع رایه ورته ورکړه.
********
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼی را اخلو چی د افغانستان د بدلونونو په هکله یی څه لیکنی کړی دی:
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بیلابیلو موضوعاتو په اړه مطالب خپاره کړی دی.
سرخط:
د سرخط ورځپاڼې د وکیلانو کړچار نوره له زغلمو وتلې تر عنوان لاندې په سرمقاله کې ویلی؛ چې د پارلمان لسګونه وکیلان کندهار ته تللی؛ نه خپله پوهېږی چې هلته د څه لپاره تللی او نه خلک پوهېږی چې وکیلان او د حکومت نور سیاسی مخالفین څه پلان لری.
د سرمقاله لیکونکی په خبره کندهار ته تللی ښاغلی هر یو بېل بېل درد لری، د یوه هغه پیسې او شتمنې ګنګل شوې د بل څوکۍ له لاسه وتلې او یو تعداد نورو د پردیو هېوادونو د فرمایش بار په اوږه اخیستی.
هېواد:
د هېواد دولتی ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د اذربایجان په ناسته کې ترسره شویو بحثونو ته ځانګړې کړې ده.
ورځپاڼه وړاندې لیکی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په دغه ناسته کې د حکومت لاسته راوړنې او افغانستان ته د متوجې ګواښونو په اړه په وضاحت خبرې وکړې.
د سرمقاله لیکونکی په خبره ښاغلی غنی د داعش ډلې چې نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې هېوادونو ته لوی ګواښ دی؛ د ځپلو لپاره یې له ګډون کوونکو هېوادونو د ګډې مبارزې غوښتنه وکړه.
ویسا:
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپلې سرمقاله کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومی قوماندان څرګندونو ته اشاره کړې ده.
ویسا د «امریکا په خپلو ژمنو کې څومره جدی ده تر عنوان لاندې» په سرمقاله کې کښلی چې جنرال جان نېکلسن ویلی ؛ پاکستان ته تراوسه زموږ راکښلو کرښو نتیجه نه ده ورکړې خو دا ځل امریکا غواړی پر پاکستان سیاسی او اقتصادی فشارونه زیات کړی.
ورځپاڼه وړاندې لیکی چې اوس دلته دوه پوښتنې رامنځته کېږی چې ایا امریکا د پاکستان پر وړاندې کمزورې شوې او که پاکستان د امریکا پر وړاندې ډېر ځواکمن شوی.؟
د سرمقاله لیکونکی په خبره حقیقت دا دی چې دا یو هم نه دی شوی، نه امریکا د پاکستان پر وړاند کمزورې شوې او نه پاکستان ډېر ځواکمن شوی بلکې سم ځواب یې دا دی چې امریکا تراوسه پاکستان ته هیڅ کرښه نه ده راکښلې.
******