د رڼا سرچینې (۱۸۰) د اسلامي اقتصاد د مسیر ټاکنه
https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i174314-د_رڼا_سرچینې_(۱۸۰)_د_اسلامي_اقتصاد_د_مسیر_ټاکنه
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۸۰م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د حشر د مبارکې سورې د ۶م او ۷م آیت شأن نزول څېړو، نو د خپرونې تر پایه له موږ سره و اوسئ.
(last modified 2026-06-18T07:14:26+00:00 )
Jun 18, 2026 11:39 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۱۸۰) د اسلامي اقتصاد د مسیر ټاکنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو د رڼا سرچینې نومي لړۍ له (۱۸۰م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي. عزیزانو د رڼا سرچینې د لړۍ په دې برخه کې، د حشر د مبارکې سورې د ۶م او ۷م آیت شأن نزول څېړو، نو د خپرونې تر پایه له موږ سره و اوسئ.

حضرت رسول اکرم (ص) یثرب ته له هجرت وروسته، ښه پوهېده چې دا ښار به ډېر ژر د بهرني عامل په توګه د «قریشو» له خوا، او د کورنیو عواملو په توګه د «مدینې د مسلمانانو او یهودیانو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کېدلو»، « د مکې له مشرکانو سره د مدینې د یهودیانو احتمالي تړون» او «د مهاجرینو او انصارو ترمنځ قومي او قبیلوي ډلبندۍ» له امله له ګواښ سره مخ شي. نو ځکه یې له هماغه پیله د ښار د چارو د سمون لپاره یو «تړون‌» ولیکه چې پر بنسټ یې په مدینه کې د بېلابېلو مېشتو ډلو حقونه وټاکل شول، څو په دې توګه د هر ډول ترینګلتیا له پیدا کېدو څخه مخنیوی وشي.

د رسول اکرم (ص) دا کار د هغه تر ټولو مهم او غوره سیاسي اقدام وو چې د ښار د اوسېدونکو ترمنځ یې د «یوه امت» په توګه یووالی رامنځته کړ. د خدای رسول د عمومي تړون تر څنګ، له یهودي قبیلو «بني نضیر»، «بني قینقاع» او «بني قریظه» سره هم جلا تړونونه وکړل؛ داسې تړونونه چې د هغوی استازو هغه متن لاسلیک کړی وو. یهودیانو د امنیت او د خپلو ښاري حقونو د خوندي کېدو په بدل کې ژمنه وکړه چې: د رسول اکرم (ص) او د مسلمانانو پر ضد به هېڅ ډول اقدام نه کوي، او له بلې خوا به د رسول الله مبارک له دښمنانو سره همکاري او ګډون نه لري. او که د خپلو ژمنو خلاف عمل وکړي، رسول الله مبارک به هغوی ته د هر ډول سزا ورکولو واک ولري. د یادونې وړ ده، تر هغه وخته چې یهودیانو پر خپلو ژمنو عمل کاوه، په بشپړه توګه له ښاري حقونو برخمن وو او هېڅ ډول تبعیض یا ظلم پرې نه کېده.

د هجرت په لومړیو کې د یهودیانو او مسلمانانو اړیکې عادي وې، خو له یوې مودې وروسته یې خپله تګلاره بدله کړه او د نوي دین پر ضد یې خپلې پټې او ښکاره خنډ جوړونې پیل کړې. د اُحد په جګړه کې د مسلمانانو له ماتې وروسته، یهودیانو د مسلمانانو او د هغوی د دین پر ضد پراخ تبلیغاتي فعالیتونه پیل کړل. له یوې خوا د مکې او صحرا مېشتو قبیلو ته د بني نضیر د یهودو مشرانو پټ تګ راتګ، او له بلې خوا د مدینې پر ضد د برید لپاره د هغوی هڅول او د مکې له مشرکانو سره پوځي اتحاد، د یهودیانو او مسلمانانو ترمنځ د دښمنۍ د پراخېدو سبب شول.

هغوی د اسلامي عقایدو د بې اعتباره کولو لپاره هر کار کاوه. په همدې شرایطو کې د قرآن شپږ تنه ښوونکي او روزونکي چې د قرآن، اسلامي عقایدو او احکامو د تبلیغ او ښوونې لپاره د صحرا مېشتو سیمو ته تلل، د «رجیع» په سیمه کې ونیول شول او په شهادت ورسول شول.

د دغو ښوونکو له ډلې څخه دوه تنه د «بني عامر» له قبیلې څخه وو چې له «بني نضیر» سره یې تړون درلود. د خدای رسول (ص) «بني عامر» ته د مرستې د جلبولو او هغوی ته د دیت ( خون بها) د ورکړې لپاره، له څو تنو مهاجرینو او انصارو سره د «بني نضیر» کلا ته ولاړ او د دوو (هم تړونه) مسلمانانو د وژل کېدو موضوع یې له دوی سره شریکه کړه. د «بني نضیر» د قبیلې یهودیانو چې دا خبر واورېد، دا فکر ور پیدا شو چې له مناسب فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره، د خدای رسول (ص) هم ووژني. کله چې رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) د کلا د دېوال تر سیوري لاندې ناست وو، هغوی غوښتل چې خپله دسیسه عملي کړي، خو د «غیبي مرستې» په وسیله دا دسیسه شنډه شوه.

کله چې د تړون ماتول، د وژنې دسیسه او د «بني نضیر» د قبیلې شتون د مسلمانانو لپاره خطرناک ثابت شو، رسول الله مبارک هغوی ته لس ورځې مهلت ورکړ چې له مدینې څخه ووځي. خو هغوی د مدینې د منافقانو د مشر «عبدالله بن اُبيّ» په لمسون سره داسې ونه کړل. رسول الله (ص) اړ شو چې د مسلمانانو له لښکر سره یوځای د هغوی کلاګانې کلابندې کړي.

په دې بهیر کې «عبدالله بن اُبيّ» هم له یهودیانو سره هېڅ مرسته ونه کړه. په دې توګه یهودیان د مدینې پرېښودلو ته اړ شول، خو له تلو مخکې یې له رسول الله (ص) څخه وغوښتل چې خپل مالونه او شتمنۍ هم له ځان سره یوسي. حضرت رسول (ص) ورسره ومنله چې له وسلو پرته هر څه مالونه چې لري، له ځان سره یې یوسي. د «بني نضیر» یهودیانو هم د خپلو مالونو د لېږدولو لپاره تر ټولو ډېرې هڅې وکړې. وروسته به یې د خپلو کورونو پاتې برخې په خپلو لاسونو ورانولې. یوه ډله شام ته ولاړه او یو شمېر نور، چې «حُیَّي بن أخطب» هم پکې شامل وو، خیبر ته ولاړل.

له سیمې څخه د «بني نضیر» له وتلو وروسته، د هغوی باغونه، کرنیزې ځمکې، کورونه او د شتمنیو یوه برخه په مدینه کې پاتې شوه. د انصارو او مهاجرینو یو شمېر مشرانو چې دا ټولې شتمنۍ، باغونه، کرنیزې ځمکې، کورونه او د یهودیانو پاتې مالونه ولیدل، داسې یې فکر کولو چې دا هم د جګړې غنیمتونه دي او باید د مسلمانانو ترمنځ ووېشل شي. نو د رسول الله مبارک خواته راغلل او د نورو جګړو د دود له مخې یې وغوښتل چې د دغو مالونو وېش هغوی ته وسپاري.

په همدې وخت کې د حشر سورت ۶م او ۷م آیتونه نازل شول او په څرګنده یې وویل: ځکه چې دا بریا د خدای تعالی په غیبي مرستو سره ترلاسه شوې او مسلمانانو د هغې د ترلاسه کولو لپاره کومه هڅه نه ده کړې، نو ټول دا مالونه د خدای رسول ته رسېږي او هغه کولای شي هر ډول چې مناسب وبولي، دا مالونه ووېشي. رسول الله مبارک هم دغه مالونه د بېوزلو مهاجرینو او د اړتیا لرونکو انصارو د لږ شمېر کسانو ترمنځ ووېشل.

د حشر سورت شپږم آیت، د اسلامي اقتصاد یو بنسټیز اصل بیانوي، او هغه دا چې د اسلامي اقتصاد مسیر داسې ټاکل شوی چې د شخصي مالکیت د درناوي ترڅنګ، اقتصادي نظام داسې تنظیم کړي چې شتمني او مالونه یوازې د یوې ځانګړې ډلې په لاس کې متمرکز او محدود نه شي او یوازې د هغوی ترمنځ لاس په لاس ونه ګرځي.

دا په دې معنا نه ده چې موږ د خپلې خوښې له مخې قانون جوړ کړو او شتمنۍ له یوې ډلې واخلو او بلې ډلې ته یې ورکړو؛ بلکې موخه دا ده چې که د شتمنۍ د ترلاسه کولو په برخه کې، او همدارنګه د خمس، زکات، خراج او نورو مالیاتو، د اسلامي قوانینو او مقرراتو، د بیت المال د احکامو او انفال په سمه توګه تطبیق وشي، نو په خپله به دا پایله ورکړي چې هم به د فردي هڅو درناوی خوندي وي او هم به د ټولنې ګټې تأمین شي، او هم به د ټولنې د دوو قطبونو؛ یعنې د شتمن اقلیت او بېوزله اکثریت، په بڼه د وېش مخه ونیول شي.  

خدای تعالی د حشر سورت په ۶م او ۷م آیتونو کې د دې اقتصادي حکم په اړه داسې فرمایي:  

« وَ ما أَفاءَ اللّهُ عَلى رَسُولِهِ مِنْهُمْ فَما أَوْجَفْتُمْ عَلَیْهِ مِنْ خَیْل وَ لارِکاب وَ لکِنَّ اللّهَ یُسَلِّطُ رُسُلَهُ عَلى مَنْ یَشاءُ وَ اللّهُ عَلى کُلِّ شَیْء قَدِیرٌ /

ما أَفاءَ اللّهُ عَلى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرى فَلِلّهِ وَ لِلرَّسُولِ وَ لِذِی الْقُرْبى وَ الْیَتامى وَ الْمَساکِینِ وَ ابْنِ السَّبِیلِ کَىْ لایَکُونَ دُولَةً بَیْنَ الاَْغْنِیاءِ مِنْکُمْ وَما آتاکُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَ ما نَهاکُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا وَ اتَّقُوا اللّهَ إِنَّ اللّهَ شَدِیدُ الْعِقابِ:

ژباړه: او هغه څه چې خدای تعالی له هغوی څخه خپل رسول ته د غنیمت په توګه ورکړل، تاسو د هغه د ترلاسه کولو لپاره نه آسونه ځغلولي او نه اوښان، بلکې خدای تعالی خپل رسولان پر هرچا چې وغواړي برلاسي کوي، او خدای پر هر څه قادر دی./

او هغه څه چې خدای د کلیو د اوسېدونکو له شتمنیو څخه خپل رسول ته ورکړل، هغه د خدای، د هغه د رسول، د هغه د نږدې خپلوانو، یتیمانو، مسکینانو او مسافرو حق دی، څو دا شتمني یوازې ستاسو د شتمنو ترمنځ لاس په لاس ونه ګرځي. او څه چې د هغه رسول تاسو ته درکړي، هغه واخلئ، او له هغه څه چې تاسو منع کوي، ډډه وکړئ، او له خدای څخه ووېرېږئ، بېشکه خدای سخت عذاب ورکوونکی دی.

ژباړه: زماني