د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې پیل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i178066-د_۱۰_زره_مېګاواټه_برېښنا_د_تولید_پروژې_پیل_شوې
د افغانستان برښنا شرکت وايي، د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژو عملي چارې یې د غزني ولایت او د کابل ولایت د سروبي له سیمو څخه پیل کړې دي.
(last modified 2026-09-14T03:09:15+00:00 )
Sep 14, 2026 07:32 Asia/Kabul
  • د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې پیل شوې

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژو عملي چارې یې د غزني ولایت او د کابل ولایت د سروبي له سیمو څخه پیل کړې دي.

د دې شرکت په وینا، یوه میاشت وړاندې یې په غزني ولایت کې د ۲ زره مېګاواټه او د کابل ولایت په سروبي کې د ۱۰۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې هم په عملي توګه پیل کړي دي.

د دغو پروژو په لومړي پړاو کې د لمریزو تختو د نصب لپاره د ځمکې د هوارولو چارې د پای ته رسېدو په حال کې دي او تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې بشپړې شي.

له هغې وروسته به د پروژو دوهم پړاو په چټکۍ سره پیل شي چې د لمریزو تختو نصب او فعالول به پکې شامل وي.

د پاتې ۷۹۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې به هم ډېر ژر په ټاکل شویو ولایتونو کې پیل شي.