سردار ابن‌الرضا: د دښمن ګواښونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i178060-سردار_ابن_الرضا_د_دښمن_ګواښونو_ته_هېڅ_ارزښت_نه_ورکوو
پارس‌ټوډی- د ایران د دفاع او وسله‌والو ځواکونو د ملاتړ وزارت سرپرست وویل: د ایران اسلامي جمهوري نظام او زموږ محاسبوي دستګاه د هغوی ګواښونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او اساساً دغه ګواښونه له عملیاتي پلوه هېڅ ارزښت نه لري.
(last modified 2026-09-14T01:16:53+00:00 )
Sep 14, 2026 05:44 Asia/Kabul
  • سردار ابن‌الرضا: د دښمن ګواښونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوو

پارس‌ټوډی- د ایران د دفاع او وسله‌والو ځواکونو د ملاتړ وزارت سرپرست وویل: د ایران اسلامي جمهوري نظام او زموږ محاسبوي دستګاه د هغوی ګواښونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او اساساً دغه ګواښونه له عملیاتي پلوه هېڅ ارزښت نه لري.

د پارس‌ټوډی د راپور له مخې، د ایران د دفاع او وسله‌والو ځواکونو د ملاتړ وزارت سرپرست، پاسدار برید جنرال سید مجید ابن‌الرضا، د دښمن تکراري ګواښونو او د ځینو امریکايي چارواکو څرګندونو په اشاره وویل: ځینې امریکايي چارواکي فکر کوي چې د ګواښونو په تکرارولو سره کولای شي زموږ اراده بدله کړي او یا اسلامي جمهوریت ووېروي، خو دوی سخته تېروتنه کوي.

 هغه زیاته کړه: د دښمن له خوا پر پخوانیو ګواښونو ټینګار، تر دې چې د ځواک نښه وي، د هغوی د استخباراتي او تحلیلي ادارې د فلج کېدو او په پای کې د عقلانیت د ځواک د له منځه تلو نښه ده؛ ځکه که د یوې ټولګې استخباراتي او تحلیلي اداره وکړی شي د ډګر واقعیتونه په سمه توګه وویني او تحلیل یې کړي، نو بیا نه شي کولای پر هغو څرګندونو او ګواښونو ټینګار ته دوام ورکړي چې ناسم والی یې څو څو ځله ثابت شوی دی.

سردار برید جنرال ابن‌الرضا ټینګار وکړ: دښمن باید په دې ډېر ساده او روښانه حقیقت ځان پوه کړي چې له ایران سره باید د ګواښ په ژبه خبرې ونه شي. د ایران اسلامي جمهوري نظام او زموږ محاسبوي دستگاه د هغوی ګواښونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي او اساساً زموږ له نظره دغه ګواښونه عملیاتي ارزښت نه لري، بلکې تر ډېره یو سیاسي پیغام یا سیاسي اعلامیه ده، نه داسې پیغام چې تر شا یې واقعي پوځي وړتیا موجوده وي.

د ایران د دفاع وزارت سرپرست په سیمه کې تحولاتو او په سیمه کې د امریکې او صهیونیستي رژیم د سیاستونو پایلو ته په اشاره وویل: هغه بدلونونه او واقعیتونه چې نن یې په سیمه کې وینو، د هغوی د ناسمو سیاستونو او غلطو اټکلونو پایله ده. د ایران اسلامي جمهوریت هېڅکله د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې د ولسونو لپاره ګواښ نه و او نه به وي، او تل یې په تدبیر او هوښیارۍ هڅه کړې چې د خپلو ملګرو او دښمنانو ترمنځ توپیر وکړي او دغه منطقي چلند یې هم په عمل او هم په بېلابېلو وختونو او حالاتو کې په څرګند ډول ثابت کړی دی.

هغه دوام ورکړ: په پوره ډاډ سره وایم چې که نن بله جګړه رامنځته شي، د ایران اسلامي جمهوریت به له ټکنالوژیک پلوه د تېرو جګړو په پرتله ډېر پیاوړی او پرمختللی عمل وکړي. هغه کسان چې هڅه کوي د هېواد د ټکنالوژیکو فعالیتونو او د وسلو د تولید د کرښو او فابریکو دوام یوازې د رسنیو یوه کیسه یا سرلیک وښيي، په ډګر کې یې زموږ د وسله‌والو ځواکونو وړتیاوې په ښه توګه ولیدې. هغه څه چې کله ناکله نندارې ته وړاندې کېږي، د هېواد په دفاعي صنعت کې د واقعي وړتیاوو او شته ظرفیتونو یوازې یوه کوچنۍ برخه ده او دغه بهیر لا هم په پوره ځواک دوام لري.

سردار برید جنرال ابن‌الرضا وویل چې ایران نن د خپل تاریخ د بل هر پړاو په پرتله لاپیاوړی، متحد او ویښ دی او زیاته یې کړه: د هېوادونو دفاعي او ټکنالوژیکې وړتیاوې هم د ډګر له تجربو او زده کړو سره سمې د پرمختګ او لوړتیا په لور روانې دي.

هغه څرګنده کړه: د ګواښونو پر وړاندې د مقابلې لپاره بشپړه چمتووالی شته او دغه چمتووالی په بشپړه توګه زموږ پر خپلواکو وړتیاوو او ستراتیژیو ولاړ دی؛ د ایران اسلامي جمهوریت د خپل امنیت د تأمین او د خپلو ګټو د دفاع لپاره پر خپلې ارادې، وړتیاوو او کورنیو ظرفیتونو تکیه کوي.