دامریکا ریپبلیکن ګوند څو لارې په نظر کښې نیولی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60373-دامریکا_ریپبلیکن_ګوند_څو_لارې_په_نظر_کښې_نیولی
زمونږخبریال وایی د امریکا ریپبلیکن ګوند د ولسمشر او دهغه دمرستیال دڅنګ ته کیدا په بڼه کښې څو لارې په نظر کښې نیولی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2017 02:38 Asia/Kabul
  • د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار د روسیې له حکومتي چارواکو سره په اړیکو لرلو اعتراف کړی دی .
    د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار د روسیې له حکومتي چارواکو سره په اړیکو لرلو اعتراف کړی دی .

زمونږخبریال وایی د امریکا ریپبلیکن ګوند د ولسمشر او دهغه دمرستیال دڅنګ ته کیدا په بڼه کښې څو لارې په نظر کښې نیولی دی .

نیوزویک(NEWSWEEK) مجلې زیاته کړې ده په دروغ ویلو د امریکا د ملی امنیت دپخوانی سلاکار مائکل فلین له اعتراف وروسته که چیرې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه مرستیال مایک پنس له سپینې ماڼۍ وویستل شی د ولسی جرګې کانګرس اوسنی مشر پال رایان به  دامریکا ولسمشر جوړ شی .

د امریکا د ملی امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلین د تیر میلادی کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په بهیر کښې د روسیې له حکومتی چارواکو سره په اړیکو لرلو اعتراف کړی دی .

ویل کیږی مایکل فلین چې دامریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د روسیې د لاسوهنې د تور د ځانګړی پلټونکو رابرټ مولر په تحقیقاتو کښې مهم رول لوبوی منلی ده د خپل محکومیت د کمیدا لپاره د موافقې د ترلاسه کولو په بدل کښې اعتراف وکړی .

دامریکا رسنیو ویلی دی د ملی امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلین به ګواهی ورکړی اوسنی ولسمشر ټرمپ ده  ته حکم راکړی وو چې د تیر میلادی کال د  ولسمشرۍ د انتخاباتو دسیالیو په وخت د روسیې له حکومتی چارواکو سره اړیکې ټینګې کړی .

که چیرې دغه خبره ثابته شی نو په نهایت کښې به د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ محکوم او یا استیضاح شی .

دامریکا فیډرال څارنوالانو ویلی دی ددغه هیواد یوه لوړرتبه چارواکی مایک پنس  دملی امنیت پخوانی سلاکار مایکل فلین ته حکم ورکړی وو چې په واشنګټن کښې دروسیې دهغه وخت له سفیر سرګی کیسلیاک سره خبرې وکړی .