امریکا د زوال په لور
امریکا چی په ۲۰۰۱ میلادی کال کې په افغانستان په حمله کی د ملګرو ملتو په شمول کابو درست هیوادونه له ځان سره درلودل ، اوس انزوا ، یوازیتوب او په نهایت کی زوال په لور روانه ده .
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د صیهونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس د رسمیت پیژندلو په اړه دټرمپ د فیصلې په ارتباط چی نه یوازې د مسلمانانو له سختو مخالفتونو بلکې د ملګرو ملتو او ځینو اروپایی هیوادونو له اعتراضونه سره هم مخامخ شوی ده ، ځینې کارپیژاندی باوری دی چی د امریکا د ولسمشر دا اقدام د صلیبی جنګونو د دوهم پړاو په لړ کی ترسره شوی دی .
د پاکستان د پوځ د پخوانی مشر جنرال مرزا اسلم بیګ په شمول دغه ډول کارپیژاندی وایی د صلیبی جنګونو په لومړنۍ مرحله چی د ستمبر د ۱۱ نیټې له شکمنو پیښو وروسته پیل شوی ، کابو ۷ اسلامی هیوادونه تباه شوی دی ، د اسلام د بدنامولو او مسلمانانو د ځپلو لپاره د داعش په شمول د ترهه ګرۍ نوی نسلونه رامینځته شول . او اسو د مرزا اسلم بیګ په وینا د صلیبی جنګونو دوهم پړاو په حقیقت کی په عراق او سوریه کی د داعش له ماتې وروسته پیلیږی ، امریکا او د هغې سیمه ایز متحدان په تیره بیا عربستان په سوریه کې د بشا اسد د نظام په نسکورولو کې ناکامه شول . د لبنان حزب ا... چی اسلامی ایران ترې ملاتړ کوی ، د داعش په ماتې او د بشار اسد د نظام په ساتلو کې مهم رول درلود ، او په دې اساس د صلیبی جنګونو دوهم فاز چی مهم هدفونه یې د امریکا او صیهونیسټ رژیم ګټو ساتل دی ، غواړی چی له لبنان یې پیل کړی ترڅو حزب ا...وځپلې شی ، او مینځنی ختیځ یوه نوی ګډوډی په لور ورکش وایی . څه موده وړاندی عربستان ته د لبنان د لومړی وزیر سعد حریری وربلل او په ریاض کی د استعفا لپاره په هغه دباو اچول او همدارنګه د اسراییلو رژیم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پیژندلو په اړه د ټرمپ د فیصلې اعلان د دغې دسیسې یا د صلیبی جنګونو د دوهم پړاو برخه دی او دغه دواړه دسیسې یعنی د سعد حریری د استعفا او بیت المقدس موضوع د باوری سرچینو په وینا د امریکا ،اسراییلو او عربستان په غږملتیا سره شوی دی او هدف یې هم په سیمه په تیره بیا فلسطین کی د صیهونیسټ رژیم د تیریو پر ضد د مقاومت د لیکې ماتول دی . د مقاومت دا کرښه ایران ، سوریه ، حزب ا... او حماس جوړوی . امریکا ، اسراییلو او عربستان چی سوریه او ایران پرضد یې څه ونکړې شول ، اوس نیت لری چی د لبنان حزب ا... وځپی تر څو په یوه سیمه کی د مقاومت پل یا لیکه ماته کړی ، البته په حزب ا... په ۲۰۰۶ میلادی کال کی هم د امریکا او ځینو عربی هیوادونو په ملاتړ سره د اسراییلو رژیم لخوا پراخې هوایی او مځکنی حملی شوی وی چی دغه جنګ ۳۳ ورځې اوږد شو او صیهونیسټ رژیم په خپل تاریخ کی د لومړی ځل لپاره شرمونکی ماته وخوړه . اوس هم چی یوځل بیا د لبنان د حزب ا... د ځپلو نیت لری ، باید ولیدل شی چی دې ځل به د جنګ نتیجه څه وی ؟د اسراییلو رژیم د پلازمینې په توګه دبیت المقدس په رسمیت پیژندل د امریکا ستره تیروتنه ده او دا په حقیقت کی د اوسنی نړۍ د پیاوړی استعمار د زوال او ځوړتیا نښه ده .
د ټرمپ له دغې فیصلې سره د امریکا د خارجه وزیزر ټیلرسن او دفاع وزیر جیمز ماتیس مخالفت د ټرمپ په دولت کی د یوه درز د رامینځته کیدا ښودنه کوی او د جین ګرین بلیټ ، دیویډ فرایډ مین او د ټرمپ د داما جیراډ کشنر مثلث چی یو صیهونیسټی مثلث دی په حقیقت کی په نیواکی فلسطین کی پراخه پانګونه لری او دا کسان اوس په سپینه ماڼۍ کې د مینځنی ختیځ په ارتباط د امریکا په سیاست کی بشپړه اختیار ات لری او د بیت المقدس په ارتباط د ټرمپ وروستې اقدام یوازنې د هغه د لاپو دوام ندې بلکې د امریکا د نظام دننه د نویو مشکلاتو ښودنه کوی چی د اقتصادی کړکیچ او په افغانستان ، عراق ، سوریه او څو نورو جبهو کې د پرله پسې ماتو په نتیجه کی رامینځته شوی دی ، ټرمپ د څه د پاسه یو نیم میلیارډ مسلمانانو په تیره بیا د مظلومو فلسطینیانو احساساتو ته د پام په ځای د بیت المقدس د موضوع له اعلانولو څو ورځې وړاندی یوازې په سیمه کی له خپلو متحدینو او وفادارانو په تیره بیا عربستان سره ټیلی فونی تماس ونیوه او دخپلو ګوډاګی دیکتاتوریانو باور یې ترلاسه کړ . دغو عربو دیکتاتوریانو هم تل څه کړی ده د قدس او فلسطین مسله یوازې د فلسطینی ولس مسله وښي او تل یې خپل داخلی پاڅونونه او غورځنګونه د امریکا په مرسته ځپلی دی ، خو اوس نور وضعیت فرق کوی ، د امریکا او عربو هیوادونو په شمول په درسته نړۍ کې خلک د خپلو واکوالانو له ځپونکیو سیاستونو خبر شوی دی .
د ټرمپ وروستۍ فیصله د ملګروملتو ، د ځینو اروپایی هیوادونو حتی د امریکا د نظام دننه هم له مخالفتونو سره مخامخ شوی ده . امریکا چی په ۲۰۰۱ میلادی کال کې په افغانستان په حمله کی د ملګرو ملتو په شمول کابو درست هیوادونه له ځان سره درلودل ، اوس انزوا ، یوازیتوب او په نهایت کی زوال په لور روانه ده .