امریکا د نړۍ دامنیت او دصلحې د ګډوډولو عامله ده
-
اکثره عربو هیوادونو تل د فلسطین له خلکو او ایډیل سره خیانت کړی دی .
ایرنا خبری اژانس وایی دشمالی کوریا د بهرنیو چارو وزارت امریکا د نړۍ د امنیت او دصلحې د له مینځه وړلو اصلی عامله وبلله .
دشمالی کوریا دباندنیو چارو وزارت پرون وویل دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په رسمیت پیژندلو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اقدام په ښه ډول دنړۍ خلکو ته وروښودله چې امریکا منفوره ، سرغړونکی او د نړۍ دامنیت او دصلحې ګډوډونکی ده .
د شمالی کوریا خارجه وزارت دغه راز د فلسطین له ملت څخه د ملاتړ په ترڅ کښې دصهیونیسټ رژیم پرضد د فلسطین د ملت مبارزه جایزه او قانونی وبلله .
د شمالی کوریا مشر «کیم جونګ اون »هم مخکې دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پیژندلو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فیصلې په اړه ویلی وو داسرائیلو په نوم داسې کوم حکومت نشته چې وغواړی قدس دهغه پلازمینه شی .
شمالی کوریا تراوسه صهیونیسټ رژیم په رسمیت نه دی پیژندلی .
دسعودی عربسستان، متحده عربی اماراتو، اردن، بحرین ، کویت او دمصر وغیره په شان عرب هیوادونه سبب شوی دی چې دامریکا ولسمشر ټرمپ د اسرائیلو د پلازمینې په توګه دقدس په رسمیت پیژندل اعلان کړی .
دغو عربو هیوادونو تل د فلسطین له خلکو او ایډیل سره خیانت کړی دی .