ټرمپ څنګه جرأت وکړی شو؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60889-ټرمپ_څنګه_جرأت_وکړی_شو
که د عربستان تر مشرۍ لاندې د ۴۱ اسلامي هیوادونو ائتلاف یو جاندار او ژوندی ائتلاف وی نو ټرمپ د مسلمانانو د اعتقاداتو د دې سپکونکې پریکړې جرأت نه شو کولی.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Dec 10, 2017 09:10 Asia/Kabul
  • ټرمپ څنګه جرأت وکړی شو؟

که د عربستان تر مشرۍ لاندې د ۴۱ اسلامي هیوادونو ائتلاف یو جاندار او ژوندی ائتلاف وی نو ټرمپ د مسلمانانو د اعتقاداتو د دې سپکونکې پریکړې جرأت نه شو کولی.

د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د صهیونیسټي ناروا رژيم د پلازمینې په توګه په رسمیت د مسلمانانو د وړومبۍ قبلې یعنې بیت المقدس د پيژندلو په هکله خپلې پریکړې سره وړومبۍ خو خپله حقیقي څیره له مخکښې نه زیاته په ډاګه کړه او دویم یې دا پوښتنه مطرح کړې ده چې ټرمپ ولې دا جرأت وکړ چې د څه باندې یو میلیارډ مسلمانانو د اعتقاداتو سپکاوی یې وکړ؟ د دې پوښتنې ځواب روښانه دی او هغه دا چې د امریکې د ډول ډول دسیسو په وجه په اسلامي نړۍ کښې دومره نفاق رامینځته شوی چې نوره ترې له امریکې سره د سفارتي تعلقاتو د غوڅولو یا د بل کوم اقدام په هکله د یو واحد او سخت دریځ د غوره کولو تمه نه شي کیدی. لکه څنګه چې مو ولیدل چې ځینو عربو او اسلامي هیوادونو او همداشان عرب اتحادیې د ترمپ د پریکړې د غندلو په ترڅ کښې له امریکې څنګه په سوال او زارۍ وغوښتل چې خپله فیصله بدله کړي. د ځینو اسلامي هیوادونو او د عربو هیوادونو د اتحادیې لخوا د دا ډول نرم دریځ غوره کول هم په حقیقت کښې د عامه افکارو په نزد د خپل موقعیت د ساتنې لپاره دی او حقیقت دا دی چې ټرمپ د دې پریکړې له کولو مخکښې د عربو هیوادونو په تیره بیا د سعودي عربستان له مشرانو سره ټیلیفوني خبرې کړې وې او هغوي یې په اعتماد کښې اخیستي وو.

کله چې امریکې د اسلامي نړۍ دا خواشینونکی حالت ولیده نو لاس په کار شوه او بیت المقدس یې د صهیونیسټي رژيم د پلازمینې په توګه په رسمیت وپيژنده. باید ووایو چې دا فیصله یوازې د ټرمپ لخوا نه ده شوې ځکه په امریکا کښې چې هر څه کیږي له مخکښې نه پلان شوي وي او د ایجنډا له مخې فیصله کیږي او داسې هم نه ده چې ګني د امریکې مخکښنیو ولسمشرانو دا پریکړه کول نه غوښتل خو د هغوي په پړاونو کښې موقعیت برابر نه و او د ټرمپ د ولسمشرۍ په وختو کښې دا فرصت له څو اړخونو برابر شو. وړومبی، ټرمپ د یو لیوني او احساساتي ولسمشر په توګه نړۍ ته معرفي شو څو امریکا چې هر کار کوي، د هغه په غاړه یې ورواچوي. دویم، اسلامي نړۍ مخکښې تر دې حده په نفاق او اختلافاتو کښې نه وه ګیره شوې چې دا اوس ګیره ده. نو په دې وجه کله چې امریکې ولیدل چې د اسلامي امت له اړخه یې هیڅ خطر نه ګواښي نو دا کار یې وکړ او بیت المقدس یې د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژنده او د ځینو اسلامي او عربي هیوادونو لخوا د ټرمپ د دې پریکړې غندل په حقیقت کښې د دا ډول هیوادونو په سیاست کښې د دوه ډوله توب ښودنه کوي او د عربستان، ترکیې، قطر، مصر، متحده عرب اماراتو، پاکستان او حتی د افغانستان په شمول دغه هیوادونه د امریکې ملګري او سټراټیجک انډیوالان دي او د ستر اسرائیلو په جوړولو او د سپیرو اهدافو په پوره کولو کښې په مختلفو ډولونو د امریکې مرسته کوي.

ترکیه له اسرائیلو سره څرګندې اړیکې لري او دغه ناروا رژیم په رسمیت پیژني، د سعودي عربستان په شمول د ډیرو عربو هیوادونو مشران اوس په ډاګه تل ابیب ته سفرونه کوي، د عربستان مفتیانو د فتوو په صادرولو سره د اسرائیلو خلاف جنګ حرام او د ایران او حزب ا... خلاف جنګ یې حلال بللی دی. نو کله چې د اسلامي هیوادونو دا حال وي ټرمپ به څنګه د داسې ګنده پریکړې د کولو او اعلانولو جرأت نه کوي.که د اسلامي او عربي هیوادونو مشرانو په رښتیا پر اسلام او خپلو اعتقاداتو ایمان لرلی او ریښتوني وی، نو یوازې په لفظي غندنې او د یادې پریکړې د لغوه کولو لپاره په التماسي غوښتنو به یې بسنه نه کوله بلکې ډیر زر به یې له امریکې سره خپلې سفارتي اړیکې غوڅې کړې وې او له خپلو هیوادونو به یې د دغه رژيم سفیران ایستې وو. ډیر لرې به نه ځو بلکې یوازې پنځلس کاله مخکښې ته که لږ ځیر شو نو وینو چې کوم جنایتونه او وحشتونه چې له افغانستانه واخلې تر عراق، سوریې، لیبیا او یمن پورې ترسره شوي دي، ټول د ستر اسرائیل د پروژې یوه برخه ده او د اسلامي هیوادونو مشران چې نن یې د ټرمپ د دې ګنده اقدام یوازې په غندنې بسنه کړې ده، ګمان کوي چې دا څپه به هم د تیرو پنځلسو کالو د څپو په شان تیره کړي خو دا ځل فرق لري ځکه چې ولسونه، د حکومتونو په شان فکر نه کوي او د خپلې وړومبۍ قبلې د سپکاوي په وړاندې به غلي کښې نه ني . د هغوي زړونه په افغانستان، عراق، سوریې او لیبیا کښې د امریکې د کړو جنایتونو په وجه ډک دي. ولې په دې تیره یوه نیمه لسیزه کښې په اسلامي هیوادونو کښې لسګونه زره مسلمانان د امریکې د سترې لوبې قرباني نه شول؟ آیا په همدې افغانستان کښې امریکایانو د قرآن پاک سپکاوی ونه کړ؟ په بګرام اډه کښې سلګونه ټوکه قرآنونه ونه سوزول شول؟ کوم افغان چارواکي پرې غیرت وکړ؟ آیا د القاعدې او داعش په شان ترهګرو ډلو جوړول له دې لپاره نه وو چې اول په سیمې باندې د امریکې د لشکرکشۍ او د اسلامي هیوادونو د نیواک زمینه برابره کړي، دویمه دا چې د همدې تکفیري ډلو لخوا سوچه محمدي اسلام بدنام کړي او دریمه موخه یې دا وه چې د حزب ا... او حماس په شان جهادي ډلې چې د اسرائیلو د ماتې سبب شوې دي، د ترهګرو ډلو په قطا کښې راولي. له دې لوبې د امریکې اصلي هدف دا دی چې د ځینو عربو او اسلامي هیوادونو په مرستې سره د صهیونیسټي رژیم خلاف د مقاومت اصلي کرښه چې حزب ا...، حماس، ایران او سوریه پکښې شامل دي، ماته کړي او اسرائیل نه یوازې خوندي کړي بلکې په یو ستر اسرائیل یې بدل کاندي.

رښتیا یوه بله پوښتنه چې نن سبا مطرح ده، دا ده چې د ایران اسلامي جمهوریت چې د فلسطین او د مسلمانانو د وړومبۍ قبلې د ساتنې او آزادۍ او همداشان د مسلمانانو د حقوقو د ترلاسه کیدو په لړ کښې صادقانه او په ډاګه د امریکې او اسرائیلو په وړاندې ولاړ دی، ولې ترې اسلامي هیوادونه البته د هغوي حکومتونه ملاتړ نه کوي؟ ولې یې ترڅنګ نه دریږي؟ او پر ځاې یې د سعودي عربستان ترڅنګ دریدلي چې د ستر اسرائیل د پروژې په عملي کولو کښې د امریکې مرسته کوي او د عربستان په مشرۍ د ۴۱ هیوادونو د ائتلاف د جوړولو هدف څه دی؟ چې ایران، عراق او سوریه پکښې نه دي شامل. که د دې ائتلاف د جوړولو هدف د حرمین شریفین دفاع ده نو نن چې د وړومبۍ قبلې سپکاوی شوی، د دې ائتلاف دریځ څه دی؟ که دا یو جاندار او ژوندی ائتلاف وی نو آیا ټرمپ به د مسلمانانو د اعتقاداتو د دې سپکونکې پریکړې جرأت کړی وی؟ او د ایران جرم هم ښايي د فلسطین او د مسلمانانو د وړومبنۍ قبلې ملاتړ او د سیمې د مظلومو مسلمانانو د حقوقو دفاع وي چې د پاکستان د پوځ د پخواني قومندان ریټایرډ جنرل مرزا اسلم بیګ په وینا، د عربستان په مشرۍ د ۴۱ اسلامي هیوادونو ائتلاف د امریکې او اسرائیلو په غږملتیا سره جوړ شوی دی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/