د نړۍ له مظلومو څخه د ترکیې د پرېکنده ملاتړ اعلان
Dec 10, 2017 11:32 Asia/Kabul
د ترکیې ولسمشر وویل: دغه هېواد به په نړۍ کښې له ټولو مظلومو په تېره بیا له فلسطینانو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړی.
د آناتولی خبری اژانس د رپوټ له مخې رجب طیب اردوغان نن وویل، مونږ به له فلسطینه واخلې تر سوریې او له اېشیا نه تر افریقې پورې د مظلومو او قربانی خلقو تر څنګه اودرېدنې ته دوام ورکړ.
هغه د خپلې وېنا په یوه بله برخه کښې د ټرمپ په موقف سخته نیوکه وکړه او هغه یې په سیمه کښې د امریکې په سټراټیجکو سیاستونو کښې د دغه هېواد د ماتې سېمبول وبلۀ.
په دې وروستیو ورځو کښې د اسلامی هېوادونو او حتی د لویدیځو هېوادونو په مختلفو ښارونو د ټرمپ د فېصلې په خلاف پراخه مظاهرې وشوې.
ټیګونه