صهیونیسټ رژيم ترهګر او د ماشومانو قاتل دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60965-صهیونیسټ_رژيم_ترهګر_او_د_ماشومانو_قاتل_دی
د ترکیې ولسمشر صهیونیسټي رژيم یو ترهګر او د ماشومانو وژونکی رژيم وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 11, 2017 04:24 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژيم ترهګر او د ماشومانو قاتل دی

د ترکیې ولسمشر صهیونیسټي رژيم یو ترهګر او د ماشومانو وژونکی رژيم وباله.

د فرانس پریس د خبر له مخې رجب طیب اردوغان پرون مازیګر د ترکیې په استنبول ښار کښې خپله وینا کښې وویل: د انقرې حکومت به پرې نږدي چې نیواکي قدس د اسرائیلو د ماشوم وژونکي رژیم لاس ته ورشي.

هغه زیاته کړه چې باید د نیواکي قدس په هکله د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دریځونو سره مقابله وشي.

د ویلو ده چې ټرمپ تیره چارشنبه د صهیونیسټي رژیم د پلازمینې په توګه د قدس شریف د اعلانولو په ترڅ کښې دغه ښار ته د امریکې د سفارت له انتقال سره موافقه وکړه او د دې کار اجرايي حکم یې صادر کړ.