امریکا د بشار اسد له پاتې کیدا سره موافقه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61107-امریکا_د_بشار_اسد_له_پاتې_کیدا_سره_موافقه_وکړه
زمونږخبریال وایی ځینې راپورونه وایی چې دامریکا حکومت په سوریې کښې له واک څخه د ولسمشر بشار اسد له څنګ ته کیدا په ناهیله کیدا وروسته په نوی فیصلې کښې تر ۲۰۲۱میلادی کال پورې د سوریې د ولسمشر بشار اسد له پاتې کیدا سره موافقه کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2017 02:48 Asia/Kabul
  • امریکا له سعودي عربستان او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې له تیرو اوو(۷) کلونوراهسې له ترهګرو ډلو او دحکومت له مخالفو سیاسي ډلو سره په مالي ، وسله والو، پوځي ، سیاسي ، استخباراتي او رسندوي ملاتړونو سره د سوریې دحکومت دنسکورولو کوشش  وکړ .
    امریکا له سعودي عربستان او ځینو نورو عربو او اروپايي هیوادونو سره یوځاې له تیرو اوو(۷) کلونوراهسې له ترهګرو ډلو او دحکومت له مخالفو سیاسي ډلو سره په مالي ، وسله والو، پوځي ، سیاسي ، استخباراتي او رسندوي ملاتړونو سره د سوریې دحکومت دنسکورولو کوشش وکړ .

زمونږخبریال وایی ځینې راپورونه وایی چې دامریکا حکومت په سوریې کښې له واک څخه د ولسمشر بشار اسد له څنګ ته کیدا په ناهیله کیدا وروسته په نوی فیصلې کښې تر ۲۰۲۱میلادی کال پورې د سوریې د ولسمشر بشار اسد له پاتې کیدا سره موافقه کړی ده .

دامریکا «نیویورکر» خپرونې راپور ورکړی ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو دی چې تر ۲۰۲۱میلادی کال پورې په قدرت کښې د سوریې د ولسمشر بشار اسد پاتې کیدل ومنی .

داپه داسې حال کښې دی چې دامریکا خارجه وزیر ریکس ټیلرسن په تیرې اکتوبر میاشتې په دې ادعا سره چې د بشار اسد د کورنۍ د پړاو ختمیدل نږدی دی وویل امریکا  دیوې داسې کاملې  او متحدې سوریې غوښتونکی ده چې بشار اسد یې په حکومت کښې هیڅ رول ونلری .

دامریکا نیویورکر مجلې په خپل راپور کښې زیاته کړی ده دامریکا نوی فیصله دامریکا د حکومت دمحدودو لارې ، په سوریې کښې  د موجود پوځی واقعیت  او د بشار اسد دحکومت په ساتلو کښې د روسیې ، ایران او دلبنان دحزب الله غورځنګ د بریالیتوب نښه ده .

ددغه راپور پراساس امریکا له ډیپلوماټیک نظره د روسیې ، ایران او د ترکیې لخوا چې همدا اوس دصلحې بهیر په کنټرول کښې لری څنګ ته کړې شوی ده .

امریکا له سعودی عربستان او ځینو نورو عربو او اروپایی هیوادونو سره یوځاې له تیرو اوو(۷) کلونوراهسې له ترهګرو ډلو او دحکومت له مخالفو سیاسی ډلو سره په مالی ، وسله والو، پوځی ، سیاسی ، استخباراتی او رسندوی ملاتړونو سره د سوریې دحکومت دنسکورولو کوشش  وکړ خو  په خپل هدف کښې ناکامه شوه  او هیڅ بریا یې ترلاسه نکړه .