د امریکایانو په نوم پرانستې لیک
او مهمه پوښتنه دا ده چی ولې الوتکو تښتونکی چی ۴ الوتکی یې وتښتولې ، درست عربان وو ؟په داسې حال کی چی د پاکستان ، انډونیشیا ، چیچنیا ، افغانستان ، بوسنیا او د مرکزی اسیا د هیوادونو په شان د نورو ډیرو هیوادونو کسانو هم د افغانستان په جهاد کې ګډون درلود ؟؟
د امریکایانو په نوم پرانستې لیک
د تهران د پښتو راډیو له راپور سره سم د پاکستان چاپ دنیا ورځپاڼۍ ، د منیر بلوچ په قلم ، امریکایانو په نوم پرانستی لیک تر عنوان لاندې په یوه مقاله کی چی مونږه ترې ځینې برخې ژباړلی په دې ډول ده .
په ۱۸۵۶ میلادی کال کې له ابراهیم لنکن نیولی تر په ۱۹۶۳ کال کی د جان ایف کینډی تر قتل ، د نکسن د واټر ګیټ رسواۍ ، د ریګن تر حملې او د بیل کلنټن تر عاشقۍ پورې د امریکایانو له حرمت او عزت سره لوبې روانی دی . بیل کلنټن کله چی په اسراییلو دباو واچوه چی د فلسطین او غزې ځینې سیمې باید خالی کړی ، نتانیاهو په ډاګه کلنټن په خطرناکو نتیجو ګواښلی وو .امریکایانو ته حتما یاد دی چی ډګر چلونکیو هغه وخت په لومړی ځل د امریکا په حکومت کی د یوې وحشتناکی نښتې فضا رامینځته کړی وه . په ۲۰۱۶ کال کی د امریکا په انتخاباتو کی یهودی مافیا له روسیې په استفادې سره بریالی میرمن هیلری کلنټن له تاکتیکی لارو د انتخاباتو په بایلونکی بدله کړه او سپینې ماڼۍ ته یې د خپلې مکهرې ټرمپ په رسولو سره ، امریکایان ښه ونڅول او هغو یې له خپل راتلونکی بې خبره ساتلی او په یوه روبوټ بدل کړی دی . اسراییلو لکه څرنګه چی د ټرمپ په بریالی کولو سره نړیوالو پورې ملنډې ووهلی ، هماغه راز یې د امریکا د سترې محکمې له لارې د الګور په وړاندې بوش بریالی کړی وو .
د مقالې لیکونکی منیر بلوچ زیاتوی چی که هغه امریکایانو لپاره ثابته کړی چی د ستمبر د ۱۱ نیټې د پیښو مغز متفکر اسامه بن لادن او امریکا نه وه بلکې د اسرایلو جاسوسی اداره موساد وه . مقاله لیکونکی د دغې چارې لپاره څو حقایق داسې بیانوی او زیاتوی چی د رسندویو په شمول امریکایان به یاد وی چی کله بوش په خپل لومړنی پړاو کې سپینې ماڼۍ ته ورداخل شو ، نو غوښتل یې چی د فلسطین او غزې د ځینو برخو د خالی کولو په ارتباط د بیل کلنټن په پروګرام د جنرال کولن پاول له لارې کار پیل کړی چی د اسراییلو دهغه وخت لومړی وزیر شارون له دغه پروګرام سره د مقابلې لپاره ډګر ته ودنګل او دواړو ترمینځ یعنی جارج بوش او شارون ترمینځ سوړ جنګ سخت شو خو یهودیی مافیا کله چی ولیدل د امریکا ولسمشر په پریکنده توګه غواړی چی د بیل کلنټن پروګرام عملی کړی نو هغه وخت موساد د دنوموړی پروګرام د ناکامولو لپاره د ستمبر د ۱۱ نیټې په سناریو کار پیل او بالاخره هغه سناریو عملی شوه چی تراوسه د ستمبر د ۱۱ د لوبې د اصلی ماهیت په اړه په لسګونو کتابونه او مقالې لیکل شوی دی .
په تیرو ۱۶ کلونو کی د بن لادن په شمول د القاعدې اکثره مشران له مینځه لاړ دی او القاعده هم تر یوه حده د ستمبر د ۱۱ نیټې پیښې پورې ارتباط لری چی اسامه بن لادن او په زرګونو هغه عربان چی د هغه تر اغیز لاندې وو او د افغانستان جهاد ته ورغلی وو ، د پاکستان په شمالی سیمو کې د اسراییلی استادانو او مربیانو لخوا ورته پوځی او د چریکی جنګونو زده کړې ورکول شوی وای ،د مقالې لیکونکی د امریکا عمومی افکارو ته په خطاب کی لیکی ، ایا عقل سلیم دا منی چی القاعده په ۲۰۰۱ کال کی د هوایی ډګرونو داخلی سیستم ته لاس رسی درلودلی وی او حساس ریډارونه یې له کاره غورځولی وی او هغه الوتکې چی له غبرګونو برجونو سره وجنګیدې ، کله چی له خپلې لارې منحرفې شوې ، له ۳۰ تر ۴۰ دقیقو پورې خپل هدف ته ورسیدې او د امریکا دفاعی سیستم چی په نړي کې هیڅ ځای ترې پټ ندی ، څرنګه د دغو الوتکو په پیژندلو کې ناکامې شوې ؟دا څرنګه ممکنه ده چی هغه الوتکې چی له دیلس یې د لاس انجلس په لور الوت وکړ او د له پینټاګون سره د ټکر لپاره له لارې منحرفې شوی او د هغو د درولو لپاره هیڅ دفاعی سیستم نه وو ، په داسې حال کی چی له دې ۵۰ دقیقې مخکې دوو الوتکو له غبرګو برجونو سره ټکر کړی وو ، ایا هیڅ امریکاې دا تصور کولې شی چی په هوایی ډګرونو کې د ماډرنو اسکن کونکیو الو په شتون سره څرنګه عرب الوتکو تښتونکی په وسلو او چړو سنبال هوایی ډګرونو ته ورداخل شول ، خو دا چی له دننه ورسره مرسته نه وی شوی او د هغو الوتکو کنټرول چی له پینټاګون او غبرګو برجونو سره یې ټکر وکړ ، د هغو کسانو په لاس کی وو چی د موساد لپاره يی کار کاوه . تر دې سمه ده چی د ستمبر د ۱۱ نیټې پیښه د افغانستان له جهاد او القاعدې سره غیر مستقیم ارتباط لری ، خو څرنګه ؟
مقاله لیکونکې زیاتوی چی د شوروی په لاس د افغانستان له نیواکه یو کال وروسته له درستې نړۍ خلک افغانستان ته د جهاد لپاره ورغلل ، عرب ځوانان په لکونو ډالرو سره افغانستان ته ورسیدل او د عربستان هغه شتمن کسان چی پخپله یې د افغانستان په جهاد کې ګډون نشو کولې ، اړمنو کسانو ته د لکونو ډالرو په ورکولو سره هغو د افغانستان جهاد ته ولیږل او د هغو شمیر په لسګونو او سلګونو وو . عرب ځوانانو د جهاد لپاره پخپله وسله اخیستله ، خو کله چی د اسراییلو جوړ یوزی ټوپک معرفی شو ، نو دغو عربانو په ډیره لوړه بیه د یوزی ټوپک اخیستل پیل کړل او په دې ډول یوزی ټوپکان د پاکستان شمالی سیمو ته هم ورسیدل . خو عرب ځوانانو لپاره مهم پړاو زده کړې وې ځکه چی انګلیسی ورته نه راتله یوازې یې په عربی ژبه خبرې کولې شوې ، نو په دې اساس د امریکا جاسوسی ادارې ، سی اې اې ، له اسراییلو مرسته وغوښته او په دې ډول د عرب ځوانانو د روزولو لپاره د موساد پوځی استادان او مربیان وکارول شو ل او د موساد استادانو له دې سره سره چی پوځیان او اروا پیژاندی وو ، په عربی ژبه هم بشپړه تسلط درلوده اود روزلو په وخت عرب ځوانانو او اسرایلیانو ترمینځ دوستانه اړیکی رامینځته شوی او دغو اسرایلی مربیانو به هم له روسانو سره په جنګ کې له عرب ځوانانو سره یو ځای ګډون کاوه او دغو اسرایلی اروا پیژاندو مربیانو د عرب ځوانانو په فکر او مغزو کار کاوه او په بشپړه یې هغو له اروایی نظره په خپل کنټرول کی راوستل او د ستمبر د ۱۱ نیټې د پیښې په اړه وروستې او مهمه پوښتنه دا ده چی ولې الوتکو تښتونکی چی ۴ الوتکی یې وتښتولې ، درست عربان وو ؟په داسې حال کی چی د پاکستان ، انډونیشیا ، چیچنیا ، افغانستان ، بوسنیا او د مرکزی اسیا د هیوادونو په شان د نورو ډیرو هیوادونو کسانو هم د افغانستان په جهاد کې ګډون درلود ؟؟