اردوغان: اسرائیلی رژیم غاصب او ترهه ګر دے
د ترکیې ولسمشر وویل: د ملګرو ملتو د امنیت د شورا د پرېکړلیکنو له مخې هیڅ هېواد حق نه لری په قدس کښې سفارتخانه ولری.
د آناتولی خبری اژانس د رپوټ له مخې رجب طیب اردوغان نن په استنبول کښې د اسلامی ملګرتیا د تنظیم په غېر معمولی غونډه کښې وویل: د اسرائیلو د پائېتخت په توګه د قدس شریف په پېژندلو کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ فېصله له تاریخی، حقوقی او اخلاقی نظره اعتبار نه لری او یوازې تر نیواک لاندې د فلسطینیانو د سزا کولو لپاره غوره شوې ده.
هغه د فلسطین د مسئلې په عادلانه هواری باندې په تاکید سره وویل: له ۱۹۴۷ کال نه تر اوسه پورې اسرائیلی رژیم د فلسطینی زمکو نیولو ته دوام ورکوی چې دا کار غېر قانونی دے. تر هغه چې د فلسطین مسئله په عادلانه توګه هواره نه شی په نړۍ کښې د سولې خبره نه شوو کولې.
د اسلامی هېوادونو سرمشران په نننۍ غېر معموملی غونډه کښې د قدس شریف په اړه د امریکې د غېر قانونی، تحریکوونکې او ډېرې خطرناکې فېصلې په موضوع بحث او د نظر تبادله کوی.