مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی، تر دی سرټکی لاندی چی « بحران، د اشرف غنی دولت د پای ټکی ته نږدی کوی » او «لویدیځ د افغانستان په جبۍ کی» تر نامه لاندی تحلیلی مطلب کی لیکل شوی دی:
په افغانستان کی د اشرف غنی دولت د لویدیځو دولتونو په ملاتړ سره جوړ شو. دغه واقعیت د دی سبب شوئ؛ ترڅو لویدیځوال، د افغانستان په وروستیو سیاسی کړکیچونو کی ونډه ولری. داسی لانجی او ستونځی چی د اشرف غنی دولت د کمزوری کیدو لامل ګرځی.
افغانستان؛ په یو ژور سیاسی بحران کی ګیر پاتی دئ، داسی بحران چی که څه هم د یاد هیواد په تیرو لانجو کی ریښه لری؛ خو د افغانستان د ؤلس مشر«اشرف غنی» کړچارونو، هغه لا سخت کړئ دئ. اوس دوه کاله کیږی، چی غنی د پارلمانی انتخاباتو له سرته رسولو څخه ډډه کړې ده، او همدغه مسئله؛ د هغه په خلاف د مخالفتونو د زیاتیدو لامل شوې ده. د اشرف غنی مخالفان ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کی دی، او د دغو مخالفانو په منځ کی، د افغانستان د ؤلس مشر پخوانی ملاتړی هم شامل دی.
وخت؛ د تیریدو په حال کی دئ، خو د افغانستان د پارلمانی انتخاباتو د سرته رسولو لپاره، کوم فعالیت نه لیدل کیږی. پداسی حال کی چی وعده ورکړه شوې ده، دغه انتخابات په راتلونکی جولای میاشت کی ترسره شی، خو زیاتره کسان د دغې وعدې په عملی کیدو شک کوی، او همدغه مسئله د دی سبب شوې؛ چی د غنی مخالفان د خپل صبر او حوصلې له لاسه ورکولو په درشل کی وی. د مظاهرو، ګواښونو او اعتراضونو کیدل هم د هغوی د صبر د ختمیدو ښودونکی دی.
********
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی د لاوروف له قوله لیکل شوی دی: روسیه؛ په افغانستان کی له ټروریزم سره د مقابلې لپاره چمتو ده.
په همدې اړه؛«سرګئی لاوروف»، پدی بیان سره چی، په افغانستان کی له ټروریزم سره مبارزه، د نشیې توکو د تجارت له مسئلې څخه، چی پدی هیواد کی د تاوتریخوالی مالی سرچینې برابروی؛ یوه بیله چاره نه ده، وویل: د مسکو له رول لوبونی پرته؛ د افغانستان کړکیچ نه هواریږی. لاوروف؛ له طالبانو څخه د مسکو د وسله وال ملاتړ د ادعا په دروغ بللو سره زیاته کړه: روسیه؛ علاقه لری په افغانستان کی له طالبانو سره خبری اترې وکړی. ده، همداراز څرګنده کړه: روسیه؛ هڅه کوی له پاکستان سره مرسته وکړی، ترڅو د یاد هیواد دولت؛ په دغه هیواد کی د ترهه ګرو جرړی له منځه یوسی.
*******
د تهران چاپ د جام جم د نړیوالو خبرونو د یو راپور په سرټکی کی لولو: د ملګرو ملتو سازمان په یو رپوټ کی ویلی؛ چی ایران، له یمن څخه په عربستان او اماراتو باندی، په توغندویی حمله کی رول نه لری.
د ملگرو ملتو کار پیژاندو، د عربستان او اماراتو په خاورې باندی د یمن د انصارالله او پوځ د توغندویی حملو په باره کی په یو راپور کی اعلان وکړ: چی پدغو توغندویی حملو کی د ایران رول، نه تائیدوی.
د«روسیا الیوم» خبری آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتو کار پیژاندو اعلان وکړ: نشی کولای دا مسئله تائیده کړی، چی د عربستان او اماراتو په تاسیساتو باندی، د یمن پوځ په وسیله توغول شوی توغندی، ایرانی دی.
د ملګرو ملتو د کارپوهانو په راپور کی راغلی دی: چی دغه توغندی یواځی پخپلو نورو خصوصیاتو کی، له ایرانی توغندویو سره سمون خوری، او دا د ایران په وسیله د هغو د جوړولو په معنا نه ده.
په داشان شرایطو کی د یمن د«تعز» او«صعده» په دؤو سیمو، د عربستان د جنګی الوتکو هوایی حملې، د یو شمیر ښځو او ماشومانو په شمول، د ۱۴ ؤ غیر پوځیانو د وژل کیدو سبب شوه.
******
د تهران چا پ د جمهوری اسلامی ورځپاڼی؛ د« بیت المقدس په ملاتړ، او د ټرمپ په ضد د نړیوالو اعتراضونو» تر سرټکی لاندی لیکلی دی: پداسی حال کی چی د امریکی د ؤلس مشر«ټرمپ» د صهیونیسټی تصمیم په خلاف، د نړۍ په ګوټ ګوټ کی اعتراضونه دوام لری؛ فلسطینیان د جمعې په ورځ د میلیونی مظاهرو د ترسره کولو لپاره، چمتو کیږی.
له بلې خوا؛ د فلسطین په خلاف د امریکی د فیصلو په اعتراض کی د خلګو د اعتراضونو په زمینه کی، د فلسطین په ملی او اسلامی ځواکونو پوری مربوطی کمیټی؛ اعلان وکړ: چی د جمعې لمانځه له ادا کیدو وروسته به، په ټوله غزه کی میلیونی مظاهرې ترسره کړی.
ملی ځواکونو په یوې بیانیه کی اعلان وکړ: دغه میلیونی مظاهرې د بیت المقدس په باره کی د امریکی له فیصلو سره د مقابلې په منظور، له انتفاضې څخه په ملاتړ کی د غورځنګونو او فعالیتونو په لړ کی تر سره کیږی.
د غزې ښځو هم، پرون مظاهرې وکړې، او د ښځو د اتحادیې د غوښتنې په اساس یی د غزې په لویدیځ کی د ملګرو ملتو د مقر په وړاندی اعتراضی غونډه وکړه.
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه کوؤ:
د کابل چاپ ورځپاڼو نن د ځینو نورو مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې د داعش حضور او فعالیتونو او د نشه یی توکو د تولید پر کارخانو د امریکا په هوایی حملو بحثونه کړی دی.
مسیر
مسیر ورځپاڼې د داعش په وړاندې د عراق او سوریی د حکومتونو د بریاوو اعلان ته په کتو، په یو تحلیلی مطلب کې لیکلی دی چې که څه هم داعش په عراق او سوریه کې ماتې خوړلې، خو د یوې ترهګرۍ ډلې په توګه له منځه نه ده تللی.
ورځپاڼه لیکی:
داعش په عراق او سوریه کې خپلې جبهې پرې ایښی دی او اوس یې افغانستان ته مخه کړې، څو دلته خپله درېیمه جبهه پرانېږی.
ورځپاڼې وړاندې د ځینو نړیوالو خبری اژانسونو راپورونو ته په اشارې لیکلی دی چې له عراق او سوریې د داعش جګړه ماران چې په کې فرانسویان او د نورو لویدیځو هېوادونو اوسیدونکی شامل دی، د افغانستان شمال ته رارسیدلی دی.
ورځپاڼې افغانستان ته د داعش د جګړه مارانو راماتېدلو په اړه دا اندیښنه څرګنده کړې ده چې افغانستان به عملاً د امریکا، روسیې او داسی نورو هیوادونو ترمنځ د نیابتی جګړې په ډګر بدل شی.
ملی ارمان
ملی ارمان ورځپاڼې بیا د افغانستان په شمال کې د ځینو سیمه ییزو چارواکو په حواله لیکلی دی چې یو شمېر فرانسویان او الجزایری وګړی له تاجکستان څخه افغانستان ته راغلی او بیا په جوزجان کې هغو سیمو ته تللی چې د داعش تر کنټرول لاندې دی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې دا لومړی ځل دی چې د افغان او نړیوالو سرچینو له خوا په افغاستان کې د داعش په لیکو کې د فرانسوی وګړو حضور تائیدېږی.
د ورځپاڼې په وینا دغه فرانسویان او الجزایری وګړی په عراق او سوریه کې د داعش له ماتې وروسته افغانستان ته راغلی دی، څو دلته موجود، د داعش له غړو سره یوځای شی.
ورځپاڼې وړاندې د درزاب ولسوالۍ د ځینو اوسیدونکو په حواله لیکلی دی چې شاوخوا ۲۰۰ بهرنیو جګړه مارانو د بی بی مریم له کلی څخه، څو سووه مټره لېرې ځان ته یو کمپ جوړ کړی دی.
سرخط:
سرخط ورځپاڼې بیا د افغانستان په شمال کې د داعش ترهه گرو د فعالیتونو پراخېدو ته په اشارې سره، د دفاع وزارت د چارواکو په حواله لیکلی دی چې ډېر ژر به په دغو سیمو کې د داعش پر ضد پراخ پوځی عملیات پیل شی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې د دفاع وزارت په شمال کې د پراخو پوځی عملیاتو د پیل خبره داسې مهال کوی چې په هېواد کې د داعش جګړه مارانو د شمېر زیاتېدلو او په تېره بیا په هغو کې د فرانسوی او الجزایری وګړو موجودیت پراخې اندیښنې زیږولی دی.
د نشهیی توکو د تولید پر کارخانو د امریکا هوایی حملې د کابل چاپ ورځپاڼو د بحث بله مهمه مسئله ده.
ویسا
ویسا ورځپاڼې د خپل لومړی مخ په یو مطلب کې لیکلی دی چې په هلمند کې د نشه یی توکو پر کارخانو د امریکا هوایی حملې له قطره تنظیمېږی.
ورځپاڼې وړاندې د دغو حملو د یوه تنظیم په حواله لیکلی دی چې لسګونه ساعته وخت نیسی، څو د نشه یی توکو پر کارخانو یوه حمله ترسره شی او هغه له منځه یوړلی شی.
ورځپاڼه په دې اړه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو تفصیلی راپور په استناد لیکلی دی چې دا حملې چې اوس یې بڼه بدله شوې او اکثره د شپې له خوا ترسره کېږی، د مؤثقو استخباراتی معلوماتو پر بنسټ تنظمېږی.
مسیر
خو مسیر ورځپاڼې بیا په دې اړه په یو مطلب کې لیکلی دی چې په هلمند کې د طالبانو تر ټولو ستر مرکزونه او د نشه یی توکو کارخانې موجودې دی، خو حملې پرې له هغه ځآیه تنظمېږی چې طالبان په کې سیاسی دفتر لری.
ورځپاڼه لیکی چې امریکا غواړی په دغو هوایی حملو سره چې له قطره تنظیمېږی، د طالبانو مالی سرچینې چې تر ډېره د نشه یی توکو له تولیده ترلاسه کېږی وچې کړی.
خو ورځپاڼه لیکی چې سیاسی کتونکی بیا په دې باور دی چې دا حملې به د نشه یی توکو د کرنې او تولید امکانات نور هم زیات کړی.