د امریکی د برجامی ژمنو په اجرا کیدو ټینګار
د ایران او ۵+۱ ډلې ګډ کمیشن لسمی بیانیې، د امریکی په شمول د اټمی موافقې د ټولو لورو پر برجامی ژمنو ټینګار وکړ. د یادې بیانیې په یوه برخه کی راغلی دی:
ټول ګډون کونکی؛ پر برجامی ژمنو پر خپلې دایمی پابندۍ، او په رغوونکې فضا؛ او ښه نیت سره، په ټولو مربوطو برخو کی، د هغه د اغیزمنې اجرا د ضمانت په ضرورت ټینګار لری. پدې بیانیه کی همداراز د بندیزونو د لغوه کیدو، او د دوه منظوره کالیو د پیرودلو د کانال په شمول، د مذاکرې نورو موضوعګانو ته اشاره شوې ده.
د ژمنو په اجرا کیدو د ټولو لورو د پابندۍ په ضرورت؛ د اټمی جامع پروګرام(برجام) د ګډ کمیشن ټینګار، له دې کبله مهم دئ، چی د امریکی دولت په وروستیو میاشتو کی، پخپلو ژمنو کی خلاف ورزۍ، او د برجام په هکله د ابهام فضا د رامنځته کولو هڅې زیاتی کړی دی، پداسی حال کی چی د برجام په خبرو اترو کی ټول برخه وال هیوادونه ژمن شوی، چی له هر ډول عملی اقدام؛ یا له هر راز څرګندونو څخه چی شویو موافقو ته زیان رسوی، ډډه وکړی.
۵+۱ ډلې ژمنه کړې، ترڅو پوری چی د ایران اسلامی جمهوریت؛ پخپلو برجامی ژمنو پابند دئ، د اټمی بایکاټونو د لغوه کیدو، یا ځنډولو له امتیازونو څخه د ایران د ګټې اخیستنې په وړاندی خنډ نه شی.
سره له دې حاله؛ د ټرمپ دولت هڅه کوی چی په ډاګه، په اټمی موافقې د ایران د پابندۍ له منلو څخه سر وغړوی، ترڅو له ایران سره د بهرنیو لورو د مالی او تجاری مناسباتو د پراختیا امکان برابر نه شی. په همدی اساس، ټرمپ د اکټبر په میاشت کی د امریکی د داخلی قانون په استناد، اعلان وکړ: د ایران پابندې نه تائیدوی، او د امریکی د کانګرس ۶۰ ورځنئ مهلت هم، د سه شنبی په ورځ، پدې هکله له هر ډول فیصلې پرته؛ پایته ورسید. دغه وضعیت، د دی سبب شوئ چی د برجام په وړاندی د امریکی دولت د لید توګو په هکله ابهامونه زیات شی. البته؛ د ګډ کمیشن د لسمی غونډې په خبرو اترو کی، چی په ویانا کی وشوې امریکایی پلاوی یو ځلې بیا اعلان وکړ؛ چی دغه هیواد به په برجام ژمن پاتی شی. که څه هم دغه څرګندونی، د نړیوالې ټولنې له غوښتنې او ارادې سره د غږملتیا په منظور، ارزولی کیږی؛ خو په عین حال کی د برجام په هکله د امریکی د ؤلس مشر د ناڅاپی او غیر مسؤلانه اقداماتو څخه، اندیښنې له منځه نه وړی.
د برجام په ګډ کمیشن کی د ایرانی برخه وال پلاوی مشر، سید عباس عراقچی، پدې هکله وایی:« د امریکی داخلی چلندونه، د برجام په ګډ کمیشن پوری اړه نه لری، او هغوی کولای شی په دایمی توګه؛ برجام په کانګرس او سپینه ماڼۍ کی رد و بدل کړی، لیکن باید پخپلو ژمنو پابند پاتی شی.
پدغو ژمنو کی؛ له ایران سره د مالی او تجارتی همکاریو د پراختیا لپاره، د نورو له ویرولو څخه ډډه کول؛ د برجام د راتلونکی په هکله له شکمنو څرګندونو څخه ډډه کول، او په ټولو سیاسی چارو او د تصمیم نیونې په مرکزونو کی؛ د ایران په خلاف د نویو بندیزونو د لګونی له سیاست څخه لیری توب کول شامل دی؛ له دې پرته به، د مقابل لوری وعده خلافۍ، او د ژمنو پایمالول به؛ د ایران د اسلامی جمهوریت له مناسب او پریکنده عکس العمل سره مخامخ شی.