سعودی عربستان په یمن کښې په لسګونو کسان ووژل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61283-سعودی_عربستان_په_یمن_کښې_په_لسګونو_کسان_ووژل
پریس ټی وی چینل راپور راکړی دیمن په بیلابیلو سیمو د سعودی عربستان د جنګی الوتکو په حملو کښې څه دپاسه پنځوس(۵۰) ملکیان ووژل شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2017 00:44 Asia/Kabul
  • په یمن دسعودي عربستان په حملوکښې څه دپاسه دیارلس زره (۱۳۰۰۰)کسان وژل شوي .
    په یمن دسعودي عربستان په حملوکښې څه دپاسه دیارلس زره (۱۳۰۰۰)کسان وژل شوي .

پریس ټی وی چینل راپور راکړی دیمن په بیلابیلو سیمو د سعودی عربستان د جنګی الوتکو په حملو کښې څه دپاسه پنځوس(۵۰) ملکیان ووژل شول .

دیمن امنیتی او طبی سرچینو په یوه(۱) راپور کښې وویل دسعودی عربستان جنګی الوتکو بیګا د هیواد دلویدیځو سواحلو په مختلفو سیمو بمبارې وکړې او له کبله یې اتویشت(۲۸) بې ګناه ملکی خلک ووژل شول .

دسعودی عربستان جنګی الوتکو دغه راز پرون دیمن په جنوب لویدیځ کښې په تعز ولایت کښې په موزع (Mawza)سیمه کښې په یوه(۱) بازار حمله وکړه او په ترڅ کښې یې اته(۸) ملکیان ووژل شول او پینځلس(۱۵) نور ژوبل شول .

دسعودی عربستان جنګی الوتکو دغه راز دیمن په شمال لویدیځ کښې دصعد ولایت په بیلابیلو سیمو هم بمبارې وکړې او پینځلس(۱۵) ملکیان پکښې ووژل شول .

دسعودی عربستان  جنګی الوتکو دیمن په شمال کښې په مارب ولایت کښې په صرواح سیمې هم دوه (۲)ځله هوایی حملې وکړې خو د مرګ ژوبلو په هکله کوم راپور نه دی خپور شوی .

سعودی عربستان د امریکا ، متحده عربی اماراتو ، اسرائیلو او څو نورو عربو او اروپایی هیوادونو په ملاتړ او مرستې سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن حملو او دغه راز ځمکنۍ سمندری او هوایی کلابندۍ ته دوام ورکړ دی .

په یمن دسعودی عربستان په حملوکښې څه دپاسه دیارلس زره (۱۳۰۰۰)کسان وژل شوی او په لسګونو زره نور ژوبل شوی هم دی .