دشمالی کوریا وسلې ددفاع لپاره اوزار دی
-
که چیرې ټاکل شوي وي کوم هیواد تورن شي نو هغه امریکا ده چې باید ځواب ورکړي .
زمونږ خبریال وایی په ملګروملتونو کښې دشمالی کوریا استازی جا سونګ نام (Ja Song Nam)دخپل هیواد توغندی او اټومی وسلې دامریکا دګواښونو په وړاندې د ځان ددفاع لپاره یو(۱) اوزار وباله .
هغه پرون د ملګروملتونو د امنیت شورا په غونډې کښې د شمالی کوریا د توغندیو او د اټومی وسلو د پروګرامونو په اړه ټینګار وکړ دپیانګ یانګ اټومی وسلې د خپلواکۍ د ساتلو او د امریکا د اټومی ګواښونو په وړاندې دموجودیت لپاره دشمالی کوریا دفاعی اوزارونه دی .
په امنیت شورا کښې د شمالی کوریا استازی جا سونګ نام وویل که چیرې ټاکل شوی وی کوم هیواد تورن شی نو هغه امریکا ده چې باید ځواب ورکړی .
امریکا چې په کوریا ټاپووزمې کښې د تاوتریخوالو په رامینځته کولو او زیاتولو کښې یې مهم رول لرلی دی تل د شمالی کوریا د اټومی ازموینو د بندیدا غوښتنه کوی خو د پیانګ یانګ چارواکی ټینګار لری تر هغه وخته چې امریکا او دهغې ملګری هیوادونه دشمالی کوریا پرضد ګواښونو ته دوام ورکړی دغه هیواد به هم دخپلو پوځی وسونو پیاوړی کولو ته دوام ورکړی .