د لبنان خلکو یوځل بیا دامریکا فیصله وغندله
-
د فلسطین خلکو هم پرون دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ داقدام پرضد مظاهرې وکړې .
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی دلبنان خلکو دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په رسمیت د پیژندلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فیصلې اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
د بیروت او په جنوب کښې دصیدا ښار په شمول دلبنان په بیلابیلو ښارونو کښې پرون خلکو د فلسطین د ملت په دفاع کښې د صهیونیسټ رژیم او دامریکا پرضد پراخې مظاهرې او اعتراضونه وکړل .
دلبنان مظاهره چیانو د صهیونسیټ رژیم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پیژندلو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ داقدام په غندلو سره ټینګار وکړ قدس د فلسطین راتلونکی پلازمینه ده .
د لبنان د مقاومت دعلماو د نړیوالې ټولنې مشر «شیخ ماهر حمود » په یوې(۱) وینا کښې دبیت المقدس په اړه د امریکا دولسمشر ټرمپ د فیصلې دغندلو په ترڅ کښې د امریکا ددغه فیصلې پرضد په لبنان او نورو هیوادونو کښې د اعتراضونو د دوام غوښتنه وکړه .
د فلسطین خلکو هم پرون په غزې تړانګې او د اردن سین د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو کښې دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ داقدام پرضد مظاهرې وکړې .