د لبنان خلکو یوځل بیا دامریکا فیصله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61297-د_لبنان_خلکو_یوځل_بیا_دامریکا_فیصله_وغندله
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی دلبنان خلکو دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په رسمیت د پیژندلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فیصلې اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2017 02:25 Asia/Kabul
  • د فلسطین خلکو هم پرون دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ داقدام پرضد مظاهرې وکړې .
    د فلسطین خلکو هم پرون دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ داقدام پرضد مظاهرې وکړې .

ایرنا خبری اژانس راپور راکړی دلبنان خلکو دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په رسمیت د پیژندلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فیصلې اعتراض کښې مظاهرې وکړې .

د بیروت او په جنوب کښې دصیدا ښار  په شمول دلبنان په بیلابیلو ښارونو کښې پرون خلکو د فلسطین د ملت په دفاع کښې  د صهیونیسټ رژیم او دامریکا پرضد پراخې مظاهرې او اعتراضونه وکړل .

دلبنان مظاهره چیانو د صهیونسیټ رژیم د پلازمینې په توګه د بیت المقدس په رسمیت پیژندلو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ داقدام په غندلو سره ټینګار وکړ قدس د فلسطین راتلونکی پلازمینه ده .

د لبنان د  مقاومت دعلماو د نړیوالې ټولنې مشر «شیخ ماهر حمود » په یوې(۱) وینا کښې دبیت المقدس په اړه د امریکا دولسمشر ټرمپ د فیصلې دغندلو په ترڅ کښې د امریکا ددغه فیصلې پرضد په لبنان او نورو هیوادونو کښې د اعتراضونو د  دوام غوښتنه وکړه .

د فلسطین خلکو هم پرون په غزې تړانګې او د اردن سین د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو کښې دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ داقدام پرضد مظاهرې وکړې .