له ملګرو ملتو او امنیت شورا څخه د اردوغان غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61361-له_ملګرو_ملتو_او_امنیت_شورا_څخه_د_اردوغان_غوښتنه
د ترکیې ولسمشر له ملګرو ملتواو د امنیت له شورا وغوښتل چې د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه د قدس شریف په رسمیت پېژندلو په اړه د خپلې وروستۍ فېصلې د لغو کولو لپاره دې امریکه تر دباو لاندې راولی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2017 02:28 Asia/Kabul
  • له ملګرو ملتو او امنیت شورا څخه د اردوغان غوښتنه

د ترکیې ولسمشر له ملګرو ملتواو د امنیت له شورا وغوښتل چې د صهیونېسټ رژیم د پائېتخت په توګه د قدس شریف په رسمیت پېژندلو په اړه د خپلې وروستۍ فېصلې د لغو کولو لپاره دې امریکه تر دباو لاندې راولی.

د اېرنا د رپوټ له مخې رجب طیب  اردوغان پرون په استنبول کښې په یوه وېنا کښې وویل: د ترکیې خلق او حکومت هم هغه شان د فلسطین له مظلوم ولس څخه ملاتړ ته دوام ورکوی او د قدس شریف په پائېتختۍ د خپلواکه فلسطین هېواد په تشکیلولو ټینګار کوی.

هغه تاکید وکړ: ترهه ګرې ډلې او صهیونېسټ رژیم چې د بشری حقوقو خلاف ورزی کونکی دی یوازېنی کسان دی چې د مسلمانانو ترمېنځ د جګړو څخه فائده اوچتوی.

د ترکیې ولسمشر زیاته کړه: ځینې غواړی په اسلامی نړۍ باندې د خپلو افکارو په تپلو سره د مسلمانانو ترمېنځ تفرقه واچوی او خپلو سپېرو اهدافو ته ورسی.

اردوغان همدارنګ د اسلامی نړۍ لخوا د اسلام د دښمنانو د دسیسو په شنډولو باندې په تاکید سره وویل: اسلام  ډ ټولو زمانو لپاره یو دین او د انسانانو لپاره یو امید او د هغوی د مشکلاتو هوارونکے دے او پکار دی مسلمانان د هغو حملو په مقابل کښې چې له دننه څخه هغوی ته د ګوزار ورکولو لپاره کیږی پېدار اوسی.