دامریکا ولسمشر د کال ترټولو دروغجن سړی معرفی شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61379-دامریکا_ولسمشر_د_کال_ترټولو_دروغجن_سړی_معرفی_شو
زمونږ خبریال وایی واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه (۱)راپور کښې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کال ترټولوستر دروغجن معرفی کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2017 07:58 Asia/Kabul
  • ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې ته له پام کولوپرته چې د خپلې ادعا لپاره هیڅ ثبوت نلري ټینګار کوي دې په حقه دی .
    ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې ته له پام کولوپرته چې د خپلې ادعا لپاره هیڅ ثبوت نلري ټینګار کوي دې په حقه دی .

زمونږ خبریال وایی واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه (۱)راپور کښې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کال ترټولوستر دروغجن معرفی کړ .

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دغه راپور کښې ویلی دی دامریکا په وروستی سیاسی تاریخ کښې داسې ولسمشر چې تر دې اندازه یې مبالغه کړی وی نه دی لیدل شوی او ډونالډ ټرمپ نه یوازې په دائمی ډول دروغ وایی بلکې هغه حتی هغه وخت چې ثابیتږی په غلطه ده بیا هم دروغ تکراروی .

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه زیاتوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې ته له پام کولوپرته چې د خپلې ادعا لپاره هیڅ ثبوت نلری ټینګار کوی دې په حقه دی او په عین حال کښې دهغه څرګندونې او سیاسی چلند له بې ثباتۍ او نا څاپه او بیا بیا بدلیدا سره یو ځاې دی .

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وویل دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت په دوه سوه اته نوی(۲۹۸) ورځو کښې دهغه له غلطیو ډکې خبرې او یا دروغ ویل یوزر او شپږ سوه اتویشت(۱۶۲۸) موردونه وو .