مصر دقدس په اړه امنیت شورا ته یومتن وړاندی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61413-مصر_دقدس_په_اړه_امنیت_شورا_ته_یومتن_وړاندی_کړی
زمونږخبریال وایی دملګروملتونو امنیت شورا داسرائیلو رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په رسمیت پیژندلو کښې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فیصلې د ردولو دپریکړه لیک په مسودې غور کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2017 11:32 Asia/Kabul
  • دقدس دنیواکګر قدرت په توګه د اسرائیلو د رژیم ټول اقدامات او تدبیرونه حقوقي اعتبار نلري .
    دقدس دنیواکګر قدرت په توګه د اسرائیلو د رژیم ټول اقدامات او تدبیرونه حقوقي اعتبار نلري .

زمونږخبریال وایی دملګروملتونو امنیت شورا داسرائیلو رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په رسمیت پیژندلو کښې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فیصلې د ردولو دپریکړه لیک په مسودې غور کوی .

مصر پرون د ملګروملتونو امنیت شورا ته یو(۱) متن وړاندې کړ چې په معلوم ډول غواړی دقدس په اړه  دامریکا دغه یو اړخیزه فیصله رد شی .

دمصر وړاندیزی متن دامریکا د نوم له اخیستلو پرته دقدس په اړه په وروستۍ فیصلې ژور خپګان څرګند کړی او ټینګار یې کړی دی چې دقدس ښار حالت باید دخبرو له لارې حل شی .

دغه متنن ټینګار لری دقدس د جغرافیایی جوړښت او د ځانګړی بدلون په هدف سره هرډول فیصله یا اقدام قانونی اساس نلری او پوچ دی او باید رد شی .

ډیپلوماټان اټکل کوی دغه پریکړه لیک سبا  رایو ته د وړاندې کولو په وخت دامریکا لخوا ویټو شی .

دملګروملتونو امنیت شورا په ۱۹۸۰ میلادی کال کښې یو(۱) پریکړه لیک تصویب کړ چې وایی دقدس دنیواکګر قدرت په توګه د اسرائیلو د رژیم ټول اقدامات او تدبیرونه حقوقی اعتبار نلری .