دامریکا مسلمانانو دټرمپ پرضد مظاهرې وکړې
Dec 17, 2017 11:44 Asia/Kabul
-
د څه دپاسه پینځه دیرشو (۳۵)اسلامي موسسو فعالانو د فلسطین دخلکو په ملاتړ کښې په شعارونو سره د امریکا د ولسي جرګې کانګرس په لور لاریون وکړ .
زمونږ خبریال وایی دامریکا په زرګونو مسلمانانو داسرائیلو د رژیم دپلازمینې په توګه د قدس په رسمیت پیژندلوکښې د ولسمشر ټرمپ په فیصلې اعتراض کښې په واشنګټن کښې مظاهرې وکړی .
دغه مظاهرې چې د امریکا د مسلمانانو د اسلامی موسسو دشورا په بلنه وشوې د څه دپاسه پینځه دیرشو (۳۵)اسلامی موسسو فعالانو د فلسطین دخلکو په ملاتړ کښې په شعارونو سره د امریکا د ولسی جرګې کانګرس په لور لاریون وکړ .
مظاهره چیانو په لاسونو کښې داسې پلې کارډونه وړل چې ورباندې لیکل شویوو ټرمپ او نتانیاهو یوشان دی ،د نازیانو په بیرته ستنیدا سره ټرمپ او نتانیاهو د جنګ پیلونکی او قدس د فلسطین پلازمینه ده .
ټیګونه