دتنهاۍ ښکار کسان زر مړ کیږی
Dec 17, 2017 13:04 Asia/Kabul
-
تنهاي بیخي داسې دانسان په صحت اغیز کوي څرنګه چې په ورځ کښې پینځلس (۱۵)ځله دسګریټو د څکولوپه وجه دانسان صحت ته تاوان رسیږي .
زمونږ خبریال وایی په یوه(۱) نوی تحقیق کښې ویل شوی دی هغه کسان چې تنها او یوازې وی دنورو کسانو په پرتله درې(۳) برابر زر مړ کیږی .
د جوکاکس د راپور پراساس نوی(۹۰) لکه ځوانان له زیاتې تنهاۍ سره مخ دی چې ددوې د روغتیا لپاره دومره ډیر تاوان لری څومره چې سګریټ او چاقۍ د انسان لپاره ضرر لری .
دغه تحقیق تنهاۍ ته د ټولنیزې وبا نوم ورکړی دی او له حکومتونو غوښتل شوی دی داسې اقدامات وکړی چې خلک له تنهاۍ خلاص شی .
دغه راپور وایی تنهاۍ نه یوازې په بوډاګانو اغیز کوی بلکې د هر عمر په خلکو اغیز اچوی او په صحت زیات اغیزونه کوی .
دغه تحقیق په دوام کښې وایی تنهای بیخی داسې دانسان په صحت اغیز کوی څرنګه چې په ورځ کښې پینځلس (۱۵)ځله دسګریټو د څکولوپه وجه دانسان صحت ته تاوان رسیږی .