دتنهاۍ ښکار کسان زر مړ کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61419-دتنهاۍ_ښکار_کسان_زر_مړ_کیږی
زمونږ خبریال وایی په یوه(۱) نوی تحقیق کښې ویل شوی دی هغه کسان چې تنها او یوازې وی دنورو کسانو په پرتله درې(۳) برابر زر مړ کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2017 13:04 Asia/Kabul
  • تنهاي بیخي داسې دانسان په صحت اغیز کوي څرنګه چې په ورځ کښې پینځلس (۱۵)ځله دسګریټو د څکولوپه وجه دانسان صحت ته تاوان رسیږي .
    تنهاي بیخي داسې دانسان په صحت اغیز کوي څرنګه چې په ورځ کښې پینځلس (۱۵)ځله دسګریټو د څکولوپه وجه دانسان صحت ته تاوان رسیږي .

زمونږ خبریال وایی په یوه(۱) نوی تحقیق کښې ویل شوی دی هغه کسان چې تنها او یوازې وی دنورو کسانو په پرتله درې(۳) برابر زر مړ کیږی .

د جوکاکس د راپور پراساس نوی(۹۰) لکه ځوانان له زیاتې تنهاۍ سره مخ دی چې ددوې د روغتیا لپاره  دومره ډیر تاوان لری څومره چې سګریټ او چاقۍ د انسان لپاره ضرر لری .

دغه تحقیق تنهاۍ ته د ټولنیزې وبا نوم ورکړی دی او له حکومتونو غوښتل شوی دی داسې اقدامات وکړی چې خلک له تنهاۍ خلاص شی .

دغه راپور وایی تنهاۍ نه یوازې په بوډاګانو اغیز کوی بلکې د هر عمر په خلکو اغیز اچوی او په صحت زیات اغیزونه کوی .

دغه تحقیق په دوام کښې وایی تنهای بیخی داسې دانسان په صحت اغیز کوی څرنګه چې په ورځ کښې پینځلس (۱۵)ځله دسګریټو د څکولوپه وجه دانسان صحت ته تاوان رسیږی .