مطمئن: عطا نور هیڅ هم نه شی کولای
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61471-مطمئن_عطا_نور_هیڅ_هم_نه_شی_کولای
د سیاسی چارو کارپوه «نظرمحمد مطمئن» پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلی؛ چې د بلخ پخوانی والی عطا نور له ګوښه کېدو وروسته هیڅ هم نه شی کولای.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2017 09:18 Asia/Kabul
  • مطمئن: عطا نور هیڅ هم نه شی کولای

د سیاسی چارو کارپوه «نظرمحمد مطمئن» پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلی؛ چې د بلخ پخوانی والی عطا نور له ګوښه کېدو وروسته هیڅ هم نه شی کولای.

 

نوموړی ویلی : «عطاء نور د کرزې له وخته ( ۱۳ کلونه کیږی) د بلخ والی وو، کرزې ته یې هغه وخت اخطار ورکړی وو چې له دندې یې نه شی شړلای.

عطاء نور څو ځله د ګډ حکومت مشرانو ته هم ګوت څنډنه کړې وه چې له دندې یې نه شی شړلای».

د مطمئن په وینا عطانور یو ځل اخطار ورکړی وو چې دده د ایسته کیدو په صورت کې به د هیواد ۵ شمالی ولایتونه سقوط وکړی، او همداسی په تیرو دوه ورځو کې د جمعیت اسلامی شورا ګواښ کړی وو چې اشرف غنی او عبدالله نشی کولای عطا نور له دندې ګوښه کړی، که داسی وشی نو جمعیت به له حکومت سره تقابل ته چمتو شی.

خو د مطمئن په وینا دا ټول هسی سیاسی خبرې دی، ځکه چې تر څو په افغانستان کې د «امریکا سفارت» او «بهرنی ځواکونه» شتون ولری، نه جمعیت اسلامی، نه حزب اسلامی، نه اتحاد اسلامی، نه عطا نور او نه هم کومه بله سیاسی ډله د امریکا له اجازې او ملاتړ پرته څه کولای شی، ځکه چې دا ټولې ډلې او اشخاص د امریکا د ګټو لپاره کارول شوی او کارول کیږی، ددوی واک، ځواک، شتمنی او نفوذ یې ټوله د امریکایانو په مرسته او ملاتړ دی.

باید وویل شی؛ چې د ګډ حکومت له لوری تر سختو فشارونو وروسته عطا نور له دندې استعفا ورکړې او پر ځای یې انجینر داوود ټاکل شوی.