امریکا د اسرائیلو د تیریواو نیواکګرۍ ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61509-امریکا_د_اسرائیلو_د_تیریواو_نیواکګرۍ_ملاتړ_کوی
زمونږخبریال وایی په ملګروملتونو کښې دایران داسلامی جمهوریت دائمی استازی غلامعلی خوشرو دامریکا لخوا د قدس په اړه د پریکړه لیک ویټو کول دصهیونیسټ رژیم له تیری او نیواکګرۍ د واشنګټن دښکاره ملاتړ نښه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 19, 2017 01:20 Asia/Kabul
  • امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، سعودي عربستان ، متحده عربي امارات ، بحرین ،اردن او ځینې نور عرب هیوادونه داسرائیلو زیات مالي او پوځي ملاتړي دي .
    امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، سعودي عربستان ، متحده عربي امارات ، بحرین ،اردن او ځینې نور عرب هیوادونه داسرائیلو زیات مالي او پوځي ملاتړي دي .

زمونږخبریال وایی په ملګروملتونو کښې دایران داسلامی جمهوریت دائمی استازی غلامعلی خوشرو دامریکا لخوا د قدس په اړه د پریکړه لیک ویټو کول دصهیونیسټ رژیم له تیری او نیواکګرۍ د واشنګټن دښکاره ملاتړ نښه وبلله .

هغه بیګا په دې خبرې ټینګار سره چې صهیونیسټ رژیم په تیرو څو لسیزو کښې دفلسطین په خلکو د تیریو ، دهغوې د وژلو او کډوال کولو مسول وو او دی جوته کړه دقدس په اړه د مصر د وړاندیزی پریکړه لیک په ویټو کولو کښې دامریکا اقدام وښودله واشنګټن یوازې زیاتو ګټو ته د اسرائیلو د رسیدا هڅه کوی او دفلسطین د خلکو قانونی غوښتنو هیڅ درنښت نه کوی .

امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، سعودی عربستان ، متحده عربی امارات ، بحرین ،اردن او ځینې نور عرب هیوادونه داسرائیلو زیات مالی او پوځی ملاتړی دی چې دغه چاره د مسلمانانو دغصې سبب ده .