دایران او د۱+۵ ډلې اټومی موافقه بده موافقه ده
-
دامریکا سپینې ماڼۍ پرون د ملي امنیت نوي ستراتیژۍ خپره کړه .
زمونږ خبریال وایی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دخپل هیواد دملی امنیت دنوی ستراتیژۍ له خپریدا وروسته په واشنګټن کښې دخبریالانو په ټول کښې بیا ټینګار وکړ دایران او دپینځه جمع یوې ډلې ترمینځ لاسلیک شوی اټومی موافقه بده موافقه ده .
دامریکا سپینې ماڼۍ پرون د ملی امنیت نوی ستراتیژۍ خپره کړه .
دامریکا سپیڼې ماڼۍ په دغه نوی ستراتیژۍ کښې هڅه وکړه د نا ثابتو شویو تورونو په مطرح کولو سره ایران د مینځنی ختیځ د مشکلاتو مسول وبولی .
دامریکا سپینې ماڼۍ دملی امنیت په دغه نوی ستراتیژۍ کښې ادعا کړی ده چې ایران داټومی موافقې د روح خلاف ورزۍ کړی ده .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیګا ادعا وکړه دایران له اټومی پروګرام سره د مقابلې او اټومی وسلو ته دایران د لارې د بندولو لپاره یې اټومی موافقې ته د ایران پاې بندۍ نه ده تائید کړی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ مخکې هم په ځلونو د اټومی موافقې د نورو لوروهیوادونو د دریځونو په اپوټه دایران او دپینځه جمع یوې ډلې ترمینځ لاسلیک شوی اټومی موافقه ویرونکی او بده موافقه بللی وه .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه راز دایران داسلامی انقلاب ساتندویه ځواک سپاه پاسداران له ترهګرۍ په ملاتړ تور کړ او ددغه ځواک پرضد یې د بایکاټ دفاع وکړه .
دامریکا ولسمشر ټرمپ د تیرې اکتوبر میاشتې په دیارلسمه(۱۳) نیټه داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس اتو(۸) راپورونو ته له پام کولو پرته چې پکښې اټومی موافقې ته د ایران په پاې بندۍ ټینګار شوی دی وویل اټومی تړون ته د ایران داسلامی جمهوریت پاې بندۍ به تائید نکړی .
دامریکا ولسمشر دغه اقدام د ایران او دپینځه جمع یوې ډلې ترمینځ دلاسلیک شوی اټومی تړون د له مینځه وړلو په هدف سره ترسره کړ .
اروپایی اتحادیې او دنړۍ نورو ډیرو هیوادونو دامریکا د ولسمشر ټرمپ له دغو څرګندونو وروسته وویل د تیر وخت په شان به په کامل ډول د ایران د اټومی موافقې ملاتړ وکړی .
دامریکاولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه راز دایران دملت پرضد په چټی تورونو تکرارولو سره له ترهګرۍ د تهران د ملاتړ ادعا وکړه او سپاه پاسداران ځواک چې په سوریی او عراق کښې د امریکا تر ملاتړ لاندې ترهګرو سره په مبارزې کښې اساسی رول پرغاړه لری دنیو بندیزونو په فهرست کښې شامل کړ .