فرانسه له ایران سره دښو اړیکو کوشش کوی
فارس خبری اژانس وایی دفرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون پرون په پاریس کښې د ایران له نوی سفیر ابوالقاسم دلفی سره په کتنې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې هیواد یې دایران له اسلامی جمهوریت سره د اړیکو او دخبرو اترو غوښتونکی دی وویل اټومی موافقه له ایران سره د پاریس د ملګرتیا بنسټ دی او دغه تړون د بدلیدا وړ نه دی .
امانوئل ماکرون وویل فرانسه د سیمې د بدلونونو په اړه له ایران سره خبرو ته ګروهنه لری او د دواړو هیوادونو د وزارتونو ترمینځ په ښو اړیکو خوشحاله ده .
په فرانسې کښې دایران نوی سفیر ابوالقاسم دلفی هم ددغه هیواد له ولسمشر امانوئل ماکرون سره په کتنې کښې د دواړو هیوادونو زاړو اړیکو او له اټومی موافقې په وروسته وخت کښې د سیاسی ، اقتصادی ، کلتوری او دعلمی ملګرتیاو دپراخیدا په شمول د دواړوهیوادونو په اړیکو کښې مثبتو بدلونونو ته په اشارې سره وویل د تیر میلادی کال په جنورۍ میاشت کښې پاریس ته د اسلامی ایران د ولسمشر حسن روحانی له سفر وروسته د فرانسې او دایران د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د لوړو ګامونو د اخیستلو زمینه برابره شوی ده .
په فرانسې کښې دایران سفیر دسیمې د بدلونونو په اړه د ایران داسلامی جمهوریت د دریځونو په بیانولوسره وویل ایران دخبرو له لارې د سیمې دمسایلو په حل کیدا ټینګار لری او له هر ډول بهرنۍ لاسوهنې او د خپلې مرضې له تپلو سره مخالف دی .