پاکستان باید دترهګرو پرضد اقدام وکړی
Dec 19, 2017 03:10 Asia/Kabul
-
له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو مصنوعي مهال ویش ته پاې بند نه یوو .
زمونږخبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل پاکستان باید په خپله خاوره کښې د ترهګرو پرضد برخلیک ټاکونکی اقدام وکړی ځکه چې ددغه کار لپاره هر کال اسلام اباد ته زیاتې پیسې ورکول کیږی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ دغه خبره د ملی امنیت د نوی ستراتیژۍ د اعلانولو په وخت وکړه او زیاته یې کړه مونږله پاکستان سره د مشارکت غوښتونکی یوو .
هغه وویل له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو مصنوعی مهال ویش ته پاې بند نه یوو او دښمانان به له خپلو پلانونو خبر نکړو او دجنګ دمیدان پایلې پیل شوی دی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ وویل د واشنګټن داستخباراتی معلوماتو پراساس د روسیې په سینټ پیټرزبورګ کښې دترهګرۍ پلان ناکام کړی شو او په دغه حملې کښې په زرګونو کسان وژل کیدلای شو .
ټیګونه