مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د ابتکار په ورځپاڼه کی تر دی سرټکی لاندی، چی امریکی ته د ځواب ورکولو لپاره د ایران دریمه لاره؛ لیکل شوی دی:
یوه ورځ وروسته له دې څخه چی اعلان وشو؛ د ایران خارجه وزیر«محمد جواد ظریف» غواړی، د یمن انصارالله ته د ایرانی وسلو د سپارلو په هکله، په ملګرو ملتو کی د امریکی د استازې «نیکی هیلی» ادعا، په ملګرو ملتو کی مطرح کړی، پرون د ایران دفاع وزیر، تورن جنرال«امیرحاتمی» وویل: ایران به؛ د ملګرو ملتو سازمان ته د شکایت په کولو سره، د توغندی د یوې ټوټې د لیژلو په اړه، یوه غوښتنه تعقیبه کړی.
په ملګرو ملتو کی د امریکی استازې«نیکی هیلی» د تیری پنجشنبې په ورځ، د اوسپنې د یوې ټوټې ترڅنګ په حاضریدو سره، چی ادعا یی کوله د ایرانی توغندیو د بدنې یوه برخه ده، د ایران په ضد یوه نوې تبلیغاتی ننداره پیل کړه.
هیلی، همداراز د یمن خلګو د بمبارولو لپاره؛ له عربستان څخه د واشنګټن بی دریغو وسله والو ملاتړونو ته له اشارې پرته، په ریاض باندی د توغندویی حملې لپاره؛ ایران د انصارالله غورځنګ په وسله والولو تورن کړ.
دا پداسی حال کی ده؛ چی د ملګرو ملتو د ویاند مرستیال«فرحان حق» د«نیکی هیلی» دغه ادعا رد کړه.
د ایران دفاع وزیر، تورن جنرال«امیر حاتمی» څرګنده کړه: د ایران دښمنان هر راز ادعا ګانی مطرح کوی، خو د ایران له خوا د شکایت له کیدو وروسته باید، د دغو توغندویو یوه ټوټه تهران ته وسپارله شی؛ ترڅو وکولای شو هغه وڅیړو او نهای نظر اعلان کړو. حاتمی د امریکی او عربستان د دغې ادعا په اړه زیاته کړه: د مطرح شوې ادعا په اساس، د ایران دفاعی تخنیکی حوزه، د یمن انصارالله ته د ایرانی وسلو د سپارلو، او په ملګرو ملتو کی د دغو توغندویو د تصویر د ښودلو په هکله، د«نیکی هیلی» د څپړلو په حال کی ده.
*******
د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی دا سرټکئ لیدل کیږی:« د پرون د نوبل سولې جایزې ګټونکې، د نن په نسل وژنی تورنه»
د میانمار اوسنۍ غیر پوځی مشره؛ چی ۲۶ کاله وړاندی د بشری حقوقو د فعالیتونو په دلیل؛ د نوبل سولې جایزې ګټونکې شوې وه، اوس د ملګرو ملتو د یو مقام له قوله، د نسل وژنې او د بشریت په خلاف جنایت، له تور سره مخامخه ده. د ملګرو ملتو د بشری حقوقو لوړ کمیشنر«زید رعدالحسین»، د دغه سازمان د بشری حقوقو شورا ته ویلی دی: ممکنه ده هغه کسان چی د میانمار د روهینګیا خلګو په وژلو کی یی رول لرلئ، د نسل وژنی په تور محاکمه شی. د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د شورا دغه لوړ پوړی مقام؛ د محاکمه کیدو لپاره د میانمار د غیر پوځی مشرې«آنګسان سوچی» او د یاد هیواد د وسله والو ځواکونو د قوماندان، جنرال «آنګ مین هلایینګ» د تعقیبیدو احتمال رد نه کړ؛ او تاکید یی وکړ؛ چی ممکنه ده له دغو کسانوڅخه په راتلونکی کی، د نسل وژنی د تورونو په هکله تحقیقات وشی.
زید رعد الحسین؛ له نړیوالی ټولنی غوښتی دی؛ ترڅو د میانمار د راخین ولایت د مسلمانو لږکیو په خلاف د«ځناور ډولو او حیرانونکو» حملو په باره کی، تحقیقات پیل کړی.
******
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپانه کی لیکل شوی دی: د بارزانیانو د دولت د ړنګولو په غوښتنې سره؛ د کردستان په سیمه کی پراخی مظاهری وشوې.
د کردستان سیمی په اداره کولو کی د بارزانیانو د ناکاره مدیریت؛ د فساد پراختیا او له عراق څخه د بیلیدو د ټول پوښتنې له کبله؛ پدغه سیمه کی سخت رامنځته شویو شرایطو، د بارزانیانو د دولت د نسکورولو په هدف سره،د کردستان د مختلفو سیمو خلګ؛واټونو ته را وکښل.
خبری سرچینو وویل: د کردستان په سیمی باندی د واکمن خراب اقتصادی وضعیت، او له دغې وضعې څخه د وتلو لپاره د ځایی حکومت د پروګرام نه سنجولو له کبله، د کردستان سیمی پر ټولنې، په تیره بیا د دولت پر مامورینو، سخت او نه زغمیدونکی شرایط واکمن شوی دی. د دغو بدو شرایطو د سختیدو له کبله، د بارزانیانو د حکومت د ړنګولو په موخه، ؤلسی پراخی مظاهرې، د عراق د کردستان په ګڼو سیمو کی سرته رسیږی.
******
د تهران چاپ د جام جم په ورځپاڼه کی تردی نامه یو راپور تر سترګوکیږی؛ چی« آمریکی، ټروریزم په سیمه کی را منځته کړئ».
د پاکستان د ملی امنیت سلاکار«ناصر جنجوعه» وویل: په پاکستان کی د ټروریزم شتون؛ له امریکا او لویدیځو هیوادونو سره، د اسلام آباد د ملګرتیا له کبله دئ. نوموړی پدی خبری په ټینګار سره؛ چی امریکی له چین او روسیې سره د مقابلې په منظور، سیمه د ټروریزم له خطر سره مخامخه کړې ده، زیاته کړه: امریکا؛ یواځی په اسلام آباد دا تور لګوی، چی د«حقانی له شبکې» څخه ملاتړ کوی، او هیڅکله هغو سرښندنو او قربانیو ته چی موږ له ټروریزم سره د مبارزې په لاره کی؛ ورکړی دی پاملرنه، نه کوی.
اوس د کابل چاپ ورځپاڼو ته لنډه کتنه کوؤ:
کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د ولسمشر غنی لهخوا د بلخ د والی عطا محمد نور د استعفا د منلو په اړه یو شمېر مطلب لیکلی دی.
دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې د موضوع په اړه لیکلی، که څه هم د ښې حکومتوالۍ په هدف د والیانو لیرې کول او انتصاب د ولسمشر له واکونو ګڼل کیږی، خو که چېرې په دې برخه کې پرېکړې د احساساتو له مخې نیول کېږی، نهیوازې دا چې له ښې حکومتوالۍ سره مرسته نهکوی، بلکې ناورین رامنځته کوونکې هم کېدلای شی.
په سرمقاله کې دا هم راغلی چې د ملی وحدت حکومت او په ځانګړی ډول افغان ولسمشر په دې وروستیو کې د مخالفینو د حذفولو سیاست خپل کړی او غواړی په دې توګه د دوی د مخالفتونو مخه ونیسی.
د سرمقاله لیکونکی په باور، دا ښایی په لڼد مهالی کې ګټور تمام شی، خو په اوږدمهالی کې به ستونزې راولاړې کړی.
ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی دی چې د عطا محمد نور په لیرې کېدلو سره جمعیت اسلامی له یوې ازموینې سره مخ شو.
د ورځپاڼې په نظر، اصلاً جمعیت خپله ځان له دې ازموینې سره مخ کړ، ځکه دوی به تل ویل چې نور باید له ولایته لیرې نهشی او که چېرې داسې وشول، جمعیت به د حکومت خلاف راپورته شی.
خو د سر مقاله لیکونکی په خبره، دا چې دوی له څو لسیزو راهیسې په واک او امتیاز کې پاتې شوی، د دغه ګواښ عملی کول او له اوسنی نظام سره مطلق مخالفت به ورته ګران وی.
دولتی ورځپاڼو بیا د ولسمشر لهخوا د بلخ د والی د استعفا د منلو او پر ځای یې د نوی کس د معرفۍ په اړه هېڅ هم نهدی لیکلی.
ملی ارمان
خو ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه یو شمېر غبرګونونه راخیستی دی.
ورځپاڼه د بلخ د ولایتی شورا د رئیس افضل حدید په حواله لیکلی، دا د بلخ خلکو او د بلخ والی ته د قبول وړ پرېکړه نهده.
ورځپانې دغهشان د جمعیت اسلامی د غبرګون په اړه لیکلی چې نوموړی ګوند په دې اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلی یې دی چې دا د ملی وحدت د حکومت د هوکړهلیک خلاف عمل دی او دوی به په دې اړه خپل دریځ ډېر ژر روښانه کړی.
سرخط
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یوه مطلب کې لیکلی، عطا محمد نور له تېرو څو کلونو راهیسې په شمال زون کې د سیاسی ځواک په جزیرې بدل شوی و.
په مطلب کې راغلی چې که څه هم دغه جزیره د ولس د ملاتړ له اړخه تر ډېره مصنوعی وه، خو د سیاسی اړیکو او اقتصادی ځواکمنتیا له اړخهیې په شمال کې ساری نهو موجود.
د مطلب د لیکونکی په باور، ولسمشر محمد اشرف غنی که په خپل حکومت کې بله هېڅ لاسته راوړنه هم ونهلری، له دې یوې یې هم په زغرده یادونه کېدلای شی.