د امریکی د بیا قدرتمنولو لپاره د ټرمپ هڅه
د امریکی د ملی امنیت د ستراتژۍ د سند له خپریدو سره په یو وخت، «ټرمپ» په یوې وینا کی د دغې ستراتژۍ د پرمخ بیولو لپاره، د خپل دولت لمړیتوبونه اعلان کړل.
د امریکی ؤلس مشر، په داخل کی ملی دفاع؛ له افراط پالو ایډیا لوجیو سره مقابله کول؛ د اقتصادی غوړیدنی رائیجول؛ د قدرت په وسیله د سولې ساتل او په پایله کی په نړۍ کی د امریکی د نفوذ پراخول، پخپل دولت کی د ملی امنیت د ستراتژۍ له مهمو بنسټونو څخه وبلل.
نوموړی؛ همداراز د انتخاباتی تبلیغاتو او ویناؤو په شان، یو ځلې بیا د امریکی پخوانی دولتونه، په نا توانۍ؛ بی تدبیرۍ او بی پامۍ او تنبلۍ تورن کړل، او زیاته یی کړه؛ او ادعا یی وکړه:
د امریکا ناوړو حالاتو، د ۲۰۱۷ م کال د جنورۍ له ۲۰ می نیټی څخه، سپینی ماڼۍ ته د هغه په ورتلو سره، بدلون کړئ دئ.
ټرمپ؛ بیا هم د«اول امریکا» په شعار ټینګار وکړ، او ویی ویل: که په داخلی چارو کی وی، او که په بهرنیو چارو کی؛ د هغه د دولت ټول تصمیمونه به، د دغه شعار په اساس وی. د ده پدې وینا کی؛ همداراز ایران او شمالی کوریا د دښمنانو په نامه، او روسیه او چین د رقیبانو په توګه معرفی شول.
البته؛ د ټرمپ وینا او همداراز د امریکی د ملی امنیت د ستراتژۍ ۶۸ پاڼیز سند، د ده د مخکنیو ویناؤو، او د ملی امنیت د ستراتژۍ د پخوانیو سندونو په پرتله، د پام وړ توپیر نه دئ لرلئ. امریکا؛ همدا شان ځان د نورو هیوادونو په سر کی ګڼی، چی اجازه لری په نړۍ باندی سلطه ولری، او خپل ارزښتونه په نورو وتپی. همداراز؛ د امریکی د اوسنیو او پخوانیو مشرانو په اند، دغه هیواد د نیکۍ؛ سولې او انسان دوستۍ سمبول دئ، او هر فکری جریان؛ او هیواد چی د امریکاییانو دغه د برترۍ ګمان قبول نه کړی، د سزا او د اقتصادی او پوځی تنبیه وړتیا لری.
سره له دې حاله؛ او د امریکی د اوسنیو شرایطو د مثبت ښودلو لپاره د ټرمپ د هلې ځلې په خلاف، دغه هیواد له بنسټیزو ژورو کمزورتیاؤو څخه رنځ وړی.
په امریکا کی مسکینی او بی وزلې، ډیر اندیښمنونکی حد ته رسیدلې ده. د مصرف ګروهنی زیاتیدونکئ عادت کولو، د دغه هیواد اقتصاد له کاره اچولئ دئ، او امریکا یی د اوسنۍ پیړۍ په لمړیو کی د نړۍ په ډیر پوروړئ هیواد بدل کړئ دئ.
همداراز، په دوامداره توګه؛ پر پوځی توب، او د نړۍ مختلفو سیمو ته پر لښکر کشۍ باندی دوامداره ټینګار، د دی سبب شوئ، چی په داخل کی د امریکی د ملی توان پیاوړی کیدل ودریږی، او دغه هیواد له پولې څخه په بهر کی، په نا محبوب او کرکجن هیواد اوښتئ دئ.
په نړۍ کی د امریکی د انزوا وروستئ مثال، د اسرائیلو د پایتخت په توګه، د بیت المقدس د رسمیت پیژندنې په اړه، د ټرمپ د فیصلی په غندلو کی د امنیت شورا د ۱۴ ؤ غړیو هیوادونو رایی دی.
په هر حال، د ټرمپ د ویناؤو په خلاف؛ چی په امریکا کی د حکومتولۍ په بدلولو کی د علاقې یوه نښه ده، د ده د ؤلس مشرۍ یو کلن ریاست ښیې؛ چی اوسنئ دولت هم غواړی، د پخوانیو دولتونو خطاګانی، احتمالاً په لا زیاته اندازه تکراری کړی.