د ټرمپ تیروتنو دنړۍمسلمانان سره لا متحد او یوموټی کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61595-د_ټرمپ_تیروتنو_دنړۍمسلمانان_سره_لا_متحد_او_یوموټی_کړل
دټرمپ اقدام لامل شوی دقدس موضوع چې په وروستیو کلونو کې په سیمې کې د ترهه ګرۍ دبلا په دلیل ، تر یوه حده د دوهمې درجې موضوع شوې وه ، خپل اصلی ځای ته ،یعنی داسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع ګرځیدلې ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2017 04:24 Asia/Kabul
  • د ټرمپ تیروتنو دنړۍمسلمانان سره لا متحد او یوموټی کړل

دټرمپ اقدام لامل شوی دقدس موضوع چې په وروستیو کلونو کې په سیمې کې د ترهه ګرۍ دبلا په دلیل ، تر یوه حده د دوهمې درجې موضوع شوې وه ، خپل اصلی ځای ته ،یعنی داسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع ګرځیدلې ده .

زمونږخبریال راپور راکړ  داسلامی ایران ولسمشر  حسن روحانی پرون مازدیګر  دایران د کلتوری انقلاب  د لوړې شورا په غونډې کې ددې خبرې په کولو سره چې    دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ   دصهونیسټ رژیم دپلازمینې په توګه دقدس  په اعلان کې  ، دقدس اوفلسطین په موضوع کې  مسلمانان سره متحد کړل   ووئیل ،  دټرمپ دغه اقدام لامل شوی  دقدس موضوع چې  په وروستیو کلونو کې  په  سیمې کې د ترهه ګرۍ  دبلا  په دلیل  ، تر یوه حده  د دوهمې درجې   موضوع شوې وه ،  خپل اصلی ځای ته ،یعنی  داسلامی نړۍ لومړنۍ موضوع ګرځیدلې ده .

  داسلامی ایران ولسمشر ورښانه کړې ،  نن سبا   دصهونیسټ رژیم په ضد دفلسطین دملت  دنوی  انتفاضې اوحرکت شاهدان یوو .

  داپه داسې حال کې دی چې    دایران د خارجه  وزارت ویندوی  د امریکا دملی امنیت  نوی سټراټژی ،  دایران دیوه ګواښ د بریښولو  او د القاء کولو لپاره  دهغې  د برابرونکو  یوه بې ګټې  هڅه   او په بشپړ ډول یوه محکومه اورد شوی چاره وبلله .

 بهرام قاسمی  بیګا  په یولړ څرګندونو کې  د امریکا دملی امنیت  نوی سټراټژۍ  دخپریدا په  غبرګون کې  زیاته کړې ، هغه څه چې  په دې نادود   او پوچ متن کې  چې   له حقیقت پالنې لیرې  انځورونه ئې وړاندې کړی دی ،  د امریکا او دسیمې د ګوته په شمیر  متوهمو هیوادونو  له بې اساسه ،تکراری او له توهم ډکو   ادعاګانو زیاته څه نه ده .