مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61627-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د افکار ورځپاڼی په یو سرټکی کی لیکل شوی: «امریکا داعش بیا جوړوی»
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2017 13:08 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د افکار ورځپاڼی په یو سرټکی کی لیکل شوی: «امریکا داعش بیا جوړوی»

امریکائیان؛ چی په سوریه کی د ثبات او آرامتیا له رامنځته کیدو سره علاقمن نه دی، پخپله ډیره نوې نقشه کی یی، په ځانګړو هدفونو سره د«سوریی د نوی پوځ» په نامه ډلې جوړولو ته ملا تړې ده. پدی وروستیو کی، د سپوتنیک خبری آژانس په سوریه کی د روسیې پخلاینی له مرکز څخه په یو خبر کی، د امریکی په مشرۍ د حسکه په ولایت کی د کډوالو په کیمپ کی د «سوریی د نوی پوځ» په نامه د وسله والې ډلې د جوړیدو خبر ورکړ.

د دغه راپور له مخې؛ هغو کډوالو چی خپلو کورونو ته ستانه شوی، اعلان کړئ؛ امریکایی ځواکونو د دغو قواؤو د زده کړې د دورې له ختمیدو وروسته، هغوی د سوریې له دولتی ځواکونو سره د جګړې لپاره، د دغه هیواد جنوب ته لیژدوی.

پدی راپور کی راغلی دی: د داعش ترهه ګرې ډلې د نابودولو د ژمنې په باره کی، د امریکایی مقامونو له څرګندونو سره سره، نړیوال پوځی ائتلاف هماغه راز په سوریه کی، د یادې ترهه ګرې ډلې له پاتی شونو سره اړیکی ټینګوی.

*******

د تهران چاپ د ایران په ورځپاڼه کی لولو:«ډونالډ ټرمپ، له ملی سند څخه د پردې په لیری کولو کی هم؛ د دود په خلاف عمل وکړ»

د امریکی د ملی امنیت ستراتژې؛ د ټرمپ د انتخاباتی کمپاین دوام ؤ. سره له دې چی د ډونالډ ټرمپ له ؤلس مشرۍ څخه نږدی یو کال تیریږی، نوموړئ هماغه راز د خپل انتخاباتی تبلیغاتو د دورې په شان، او د خپلو خبرو عواقبو ته له پام پرته خبری کوی. د امریکی ؤلس مشر، د خپل دولت د ملی امنیت استراتژې اعلان کړه، او په ټوله نړۍ کی یی د هغه څه په هدف سره، چی د سولې رائیجول؛ او د متحده ایالاتو د رقیبانو له ګواښونو سره مقابله کول وبلل؛ د امریکی د نفوذ د پراختیا لپاره، د هڅې خبر ورکړ. خو د امریکی د سیاست په ډګر کی دود دا دئ؛ چی د ملی امنیت ستراتژې، معمولاً په آرامتیا او له رسنیزو جار و جنجالونو پرته مطرح او اعلانیږی. لیکن ټرامپ د خپل آواز د پورته کولو لپاره له هیڅ کوښښ څخه ډډه ونه کړه. هغه؛ چی خپله وینا یی د امریکی په پخوانیو ؤلس مشرانو او سیاسی مشرانو باندی په تندو نیوکو سره پیل کړه؛ په دوام کی یادونه وکړه؛ هغوی په درسته توګه د امریکی له حقوقو دفاع نه ده کړې، او د امریکی د موقعیت او مرتبې د کمزوری کیدو سبب ګرځیدلی دی. ټرمپ په همدې باره کی وویل:« د هغوی سیاست اجازه ورکړه جی نا لایق کسان ډګر ته داخل شی، او هغه کسان چی وړتیا لری د پولو تر شا پاتی شی.

******

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی لیکلی دی:« د پاکستان سنټ، له امریکی څخه د ډرون الوتکو د حملو د زیانونو په خاطر، تاوان وغوښت»

د پاکستان د سنټ نمایندګانو په یو پریکړه لیک کی، د یاد هیواد په خاورې د واشنګټن د جاسوسی بی پیلوټه الوتکو، د حملو له کبله د زیان لیدلو کسانو لپاره، د امریکی له خوا د تاوان د ورکړی غوښتنه وکړه.

د نواز مسلم لیګ ګوند استازی«محمد جاوید عباسی»، سنټ ته د دغه پریکړه لیک په وړاندی کولو سره وویل: دولت باید د ښاریزو د سر او مال د تلفاتو او زیانونو، او د هیواد د ورانیو په خاطر چی د واشنګټن د جاسوسی الوتکو د حملو له کبله رامنځته شوی دی؛ له امریکی څخه تاوان وغواړی.

د پاکستان سنټ همداراز تصویبه کړه؛ چی د یاد پریکړه لیک متن، د ملګرو ملتو عمومی اسمبلې، د ناټو سازمان، د اروپا اتحادیی، د کامنټولت هیوادونو سازمان او د آسیایی پارلمانونو اتحادیی ته هم ولیژل شی.

******

اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو مطالب ته لنډه کتنه کوؤ:

د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره د امریکا د نوې امنیتی ستراتېژۍ او د بلخ د پخوانی والی عطا محمد نور د استعفا په تړاو د جمعیت ګوند د غبرګون په اړه بحثونو ته ځای ورکړی دی.

ملی ارمان

ملی ارمان ورځپاڼې د ارګ ماڼۍ له لوری د بلخ د والی د استعفا د منظورۍ په اړه، خپله د عطا محمد نور تازه څرګندونې را اخیستې دی چې ویلی دی، د ده استعفا مشروطه وه او دی یې نه‌منی.

ورځپاڼې وړاندې لیکلی دی چې ښاغلی نور په خپلو خبرو کې دې مسئلې ته هم اشاره کړې، چې ارګ ماڼۍ د ده په اړه د نړیوالو دوستانو ذهنیت خراب کړی دی.

ورځپاڼې که څه هم وړاندې نور څه وضاحت نه‌دی ورکړی، خو لیکلی یې دی چې ښاغلی نور له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه‌کوی.

مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا د عطا محمد نور د استعفا د منظورۍ پر سر راپورته شویو لانجو ته په اشارې دا پوښتنه کړې؛ چې آیا ارګ ماڼۍ به وتوانېږی چې نور په عملی ډول له دندې لیرې او په بلخ ولایت کې خپله واکمنی ثابته کړی؟

ورځپاڼې لیکلی:

که خبره د قانونی واکمنۍ وی، نو خبره روښانه ده، نور د بلخ والی و او ولسمشر یې استعفا منلې او یا یې هم له دندې لیرې کړی دی، چې دا د ولسمشر قانونی صلاحیت دی او هېڅ‌څوک‌ یې نه‌شی ننګولی، خو د ورځپاڼې په وینا دلته خبره د معاملې او سیاسی جوړجاړی ده.

ورځپاڼې لیکلی دی چې دا لانجه به هم په یوې بلې چټلې معاملې هواره شی، نور او د جمعیت ګوند به بیا له ولایت څخه د نور د لیرې کېدو په بدل کې نورې څوکۍ او واک وغواړی او په دې ډول به قانون او حکومتوالی یو ځل بیا د معاملو قربانی شی.

ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې د نور استعفا د ارګ او د ده ترمنځ په خبرو کې مطرح شوې وه، خو له دې سره سره د ارګ له‌خوا د دې خبر خپرېدل پراخ غبرګونونه له ځانه سره درلودل.

ورځپاڼه لیکی چې دې خبر تر ټولو زیات خپله عطا محمد نور ناراحته کړی او دا ځکه چې د ورځپاڼې په وینا نور وایی، د ده شرایط نه‌دی منل شوی.

خو ورځپاڼې لیکی چې د ارګ ماڼۍ لا د راپورته شویو لانجو په اړه کوم غبرګون نه‌دی ښودلی، خو لیکلی یې دی چې د بلخ د والی د استعفا په تړاو د جمعیت ګوند پر دریځ له غور وروسته به خپل غبرګون اعلان کړی.

د امریکا د ملی امنیت نوې ستراتېژی او له هغې د افغان حکومت ملاتړ هم د کابل چاپ ورځپاڼو د بحث مهمه موضوع ده.

هېواد: هېواد دولتی ورځپاڼې د خپل لومړی مخ په غټ سرلیک کې د ارګ ماڼې د یو بیان په حواله لیکلی دی چې افغانستان د امریکا د ملی امنیت د نوې ستراتېژۍ هرکلی کوی.

ورځپاڼې لیکلی دی چې د امریکا د ملی امنیت نوې ستراتېژی او د افغانستان او جنوبی اسیا سیمې لپاره د امریکا مخکېنۍ ستراتېژی د ترورېزم په خلاف د ګډې مبارزې او په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره د ګډو هڅو پر بنسټ جوړې شوې دی.

ورځپاڼې د ارګ د بیان په حواله وړاندې لیکلی دی چې د دواړو هېوادونو د ګډو هڅو په نتیجه کې به چې د امریکا د نویو ژمنو څرګندویی کوی، په افغانستان کې د جګړې د اور د ختمېدو او د سولې د ټینګښت لپاره شرایط برابر شی.

افغانستان ما

افغانستان ما ورځپاڼې هم د امریکا د ملی امنیت له نوې ستراتېژۍ څخه د ارګ د ملاتړ مسئله راخیستې او لیکلی یې دی چې ارګ دا ستراتېژی د ترورېزم په خلاف د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو د ګډو اهدافو مطابق بولی.

ورځپاڼه لیکی چې ارګ دا او له دې څخه مخکې د افغانستان او جنوبی اسیا لپاره د امریکا ستراتېژی د ترورېزم په وړاندې د مبارزې او په سیمه کې د امن او ټیکاو لپاره مؤثر بللی دی.

د ورځپاڼې په وینا افغان حکومت ویلی دی چې د سیمې له هېوادونو سره د متقابل احترام پر اصولو د همکارۍ غوښتونکی دی.

مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې ټرمپ د ملی امنیت د نوې ستراتېژۍ د اعلان په مهال د یو خپلواک او ځواکمن افغانستان غوښتنه کړی او ویلی دی چې پاکستان باید د افغانستان په بې‌ثباته کولو کې ښکېل نه‌ وی.

خو ورځپاڼې وړاندې لیکلی دی، که څه هم امریکا له افغانستان سره د هند مرستې ستایلی دی، خو روسیه او چین‌یې د هغو هېوادونو په ډله کې حساب کړی چې د امریکا اقدامات ننګوی.