امریکا د بشری حقوقو ترټولو ستره خلاف ورزی کونکی ده
-
د روسیې حکومت په ځلونو د امریکا او د روسیې په اړیکو کښې د بشري حقوقو له موضوع په اوزاري استفادې کښې د واشنګټن په اقداماتو نیوکه کړي .
زمونږ خبریال وایی د چیچنیا ولسمشر رمضان قدیروف د امریکا لخوا دده په شمول د روسیې په پینځو ښاریزو بایکاټ ته په غبرګون کښې وویل امریکا دبشری حقوقو د اصلی خلاف ورزۍ کونکی په توګه په دې هکله د نظر دڅرګندولو صلاحیت نلری .
هغه وویل امریکا ادعا کوی چې د چیچنیا جمهوریت په شمول په ډیرو سیمو کښې د بشری حقوقو خلاف ورزۍ شوی ده خو دغه ادعا نه یوازې کوم حقیقت نلری بلکې د بشری حقوقو ترټولو زیاتې خلاف ورزیانې په امریکا کښې کیږی .
د روسیې حکومت په ځلونو د امریکا او د روسیې په اړیکو کښې د بشری حقوقو له موضوع په اوزاری استفادې کښې د واشنګټن په اقداماتو نیوکه کړی او دامریکا چارواکو ته یې سپارښتنه کړی ده چې په ماسکو دتور د لګولو پرځاې دامریکا د پولیسو په لاس د تور پوستو خلکو وژلې او د بشری حقوقو حالت ته پام وکړی .