له داعش وروسته مقاومت په اسرائیلوتمرکز کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61651-له_داعش_وروسته_مقاومت_په_اسرائیلوتمرکز_کړی_دی
زمونږخبریال وایی د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله له صهیونیسټ رژیم سره د مقابلې لپاره د مقاومت د چورلیز په چمتووالی ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2017 01:30 Asia/Kabul
  • انتقاضه یوازنۍ لاره ده چې د فلسطین ملت او اسلامي او ملي ډلې کولای شي په هغې اجماع وکړي
    انتقاضه یوازنۍ لاره ده چې د فلسطین ملت او اسلامي او ملي ډلې کولای شي په هغې اجماع وکړي

زمونږخبریال وایی د لبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله له صهیونیسټ رژیم سره د مقابلې لپاره د مقاومت د چورلیز په چمتووالی ټینګار وکړ .

هغه دفلسطین د ازادۍ لپاره دخلق جبهې له یوه(۱) پلاوی سره په کتنې کښې وویل دمقاومت  د چورلیز لپاره  په سوریې او عراق کښې له داعش ترهګرې ډلې سره په جنګ کښې  له بریالیتوبونو وروسته اوس فرصت دی چې له اسرائیلو سره په  جنګ تمرکز وکړی .

دلبنان دحزب الله مشر حسن نصر الله داسرائیلو دپلازمینې په توګه د قدس د اعلانولو لپاره دامریکا د ولسمشر ټرمپ فیصله د «جیمز بالفور» نوی اعلامیې ته ورته وبلله او د فلسطین له خلکو یې وغوښتل ددغه نوی دسیسې د شنډولو لپاره خپل اتحاد وساتی .

حسن نصر الله وویل انتقاضه یوازنۍ لاره ده چې د فلسطین ملت او اسلامی او ملی ډلې کولای شی په هغې اجماع وکړی او د انتقاضې نتیجې ته تر  رسیدا او د هغې دهدفونو د پورې کیدا لپاره دفلسطینیانو ټول پام باید په دغه مسلې متمرکز شی .

د ابواحمد فواد په مشرۍ د فلسطین د ازادۍ لپاره د خلق جبهې پلاوی هم دلبنان دحزب الله له مشر حسن نصر الله سره په کتنې کښې د مقاومت ډلو د ګډ پروګرام په چوکاټ کښې د اسرائیلو پرضد هر فعالیت کښې د ګډون لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ .