امریکا په سوریې کښې دنوی ترهګرې ډلې ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61653-امریکا_په_سوریې_کښې_دنوی_ترهګرې_ډلې_ملاتړ_کوی
دسوریې دبهرنیو چارو دوزیر مرستیال فیصل مقداد له العالم ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې امریکا د سوریې دډیموکراټیکو ځواکونو(QSD) په نوم دنوی ترهګرۍ ډلې ملاتړ کوی وویل هر هغه څوک چې د سوریې دقانونی حکومت پرضد وسلې په لاس کښې واخلی ترهګر دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2017 01:40 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم به زر په سوریې د خپل تیري بیه ورکړي .
    صهیونیسټ رژیم به زر په سوریې د خپل تیري بیه ورکړي .

دسوریې دبهرنیو چارو دوزیر مرستیال فیصل مقداد له العالم ټیلی ویژن سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې امریکا د سوریې دډیموکراټیکو ځواکونو(QSD) په نوم دنوی ترهګرۍ ډلې ملاتړ کوی وویل هر هغه څوک چې د سوریې دقانونی حکومت پرضد وسلې په لاس کښې واخلی ترهګر دی

هغه وویل دسوریې ډیموکراټیک ځواکونه دامریکا په خدمت او د سوریې د ملت او حکومت پرضد په شمال ختیځ کښې فتنه رامینځته کوی .

د سوریې د خارجه وزیر مرستیال فیصل مقداد وویل دغه ځواکونه باید له خپلو دریځونو او مرکزونو شاتګ وکړی چې دسوریې نا جلا کیدونکی برخه ووسی ګنی نو ددوې برخلیک به هم د داعش ، النصره او دنورو ترهګرو ډلو په شان وی .

هغه په سوریې د اسرائیلو د تیری په اړه هم وویل صهیونیسټ رژیم به زر په سوریې د خپل تیری بیه ورکړی .

په سوریې کښې ترهګرې ډلې امریکا، انګلستان، فرانسې،  اسرائیلو، سعودی عربستان، ترکیې ، قطر،  ، متحده عربی اماراتو ، بحرین وغیره جوړ کړی دی خو ماته یې خوړلی ده .