ترکیه د ځینو عربو هیوادونو دښمنۍ ته ځواب ورکوی
-
عثماني باچا فخرالدین پاشا په اسلامي او عربي ټاټوبو دحکومت په وخت دمدینې ښار شتمنۍ استانبول ته منتقلې کړي وې .
ایرنا خبری اژانس وایی دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل له ترکیې سره له دښمنۍ د ځینو عربی هیوادونو دچارواکو هدف په خپلې ناتوانۍ ، ناپوهۍ او خیانت د پردې اچول دی خو مونږ به په مناسبت کښې ددغو عربو هیوادونو دښمۍ ته ځواب ورکړو .
هغه د عثمانی باچا فخرالدین پاشا پرضد د متحده عربی اماراتو د خارجه وزیر عبدالله بن زاید ال نهیان څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل ځینې کسان د نا خبرۍ په وجه دترکیې د تاریخ د مشهور شخصیت فخرالدین پاشا چې په زړورتیا سره یې د مدینې ښار دفاع کړی وه سپکاوی کوی .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل تاریخ ګواه دی چې عثماني پاشا له ۱۹۱۶ میلادی کال څخه تر ۱۹۱۹ میلادی کال پورې په مدینې حکومت کړی وو او د نیواکګرانو په وړاندې یې دمدینې ښار او دهغه د تاریخی ځایونو ساتنه کړی وه .
د متحده عربی اماراتو خارجه وزیر عبدالله بن زاید ال نهیان څه موده مخکې ویلی وو عثمانی باچا فخرالدین پاشا په اسلامی او عربی ټاټوبو دحکومت په وخت دمدینې ښار شتمنۍ استانبول ته منتقلې کړی وې .
دترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د متحده عربی اماراتو دبهرنیو چارو دوزیر عبدالله بن زاید ال نهیان دغو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل عثمانی امپراتورۍ شتمنۍ له مدینې استانبول ته نه وې انتقال کړی بلکې مدینه یې په لومړی نړیوال جنګ کښې د نیواکګرانو له لاس څخه ازاده کړی وه .
دترکیې ولسمشر وویل مونږ ډیر ښه پوهیږو چې دغه عرب هیوادونه له کومو هیوادونو سره ملګرتیا کوی او په مناسب وخت کښې به ورباندې خبرې وکړم .