دیمن توغندی د کرامت او دفاع لپاره ویشتل کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61659-دیمن_توغندی_د_کرامت_او_دفاع_لپاره_ویشتل_کیږی
مهر خبری اژانس وایی دیمن دانصار الله غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام دسعودی عربستان د تیریګر ائتلاف جنایتونو ته د نړیوالې ټولنې په نه غبرګون دنیوکې په ترڅ کښې وویل دیمن توغندی د ملت دواکمنۍ او دکرامت د دفاع لپاره ویشتل کیږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2017 02:16 Asia/Kabul
  • دیمن دانصار الله غورځنګ ځواکونوهم په جیزان کښې  دعربستان په یوه (۱)پوځي مرکز توغندی وویشت .
    دیمن دانصار الله غورځنګ ځواکونوهم په جیزان کښې دعربستان په یوه (۱)پوځي مرکز توغندی وویشت .

مهر خبری اژانس وایی دیمن دانصار الله غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام دسعودی عربستان د تیریګر ائتلاف جنایتونو ته د نړیوالې ټولنې په نه غبرګون دنیوکې په ترڅ کښې وویل دیمن توغندی د ملت دواکمنۍ او دکرامت د دفاع لپاره ویشتل کیږی .

هغه دیمن په شمال کښې په صعده ولایت کښې د سعودی عربستان دجنګی الوتکو پرونی جنایت ته په اشارې سره چې یوشمیر کسان پکښې مړه او ژوبل شول وویل عربستان  په مرستندویو هم حملې وکړې او د وژل شویو  کسانو شمیر نولسو ته رسیدلی دی چې انجلۍ او هلکان پکښې شامل دی .

دیمن دانصار الله غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام دنړیوالې ټولنې په دریځ نیوکې سره چې د یمن دخلکو وینې ته ارزښت نه ورکوی دتیریګر دښمن لخوا د یمن دخلکو پرضد هره ورځ جنایت او دهغوې وژل وغندل او دغو جنایتونو ته په ځواب ورکولو کښې دخپلې دفاع لپاره دیمن دخلکو په حق یې ټینګار وکړ .

د سعودی عربستان جنګی الوتکو پرون دیمن په صعده ولایت کښې په یوه ښوونځی بمبارې وکړې او نولس(۱۹) زده کونکی یې ووژل او ګڼ شمیر نور یې ژوبل هم کړل .

دیمن دانصار الله غورځنګ ځواکونوهم د سعودی عربستان په جنوب لویدیځ کښې په جیزان کښې  دعربستان په یوه (۱)پوځی مرکز توغندی وویشت .