ملګروملتونو د امریکا بدمعاشۍ ته نه وویل
-
امریکا د ملګروملتونو د امنیت شورا له څوارلسو (۱۴)مثبتو رایو سره سره دمصر وړاندیز پریکړه لیک ویټو کړی وو .
مهر خبری اژانس وایی د ایران داسلامی جمهوریت دباندنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف بیګا دقدس په اړه د ملګروملتونو د عمومی اسمبلۍ (UNITED NATIONS GENERAL ASSEMBLY)د پریکنده رایو په هکله غبرګون وښود.
دایران خارجه وزیر په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې په یوه (۱)خبر کښې ولیکل په ملګروملتونو کښې د ټرمپ رژیم بدمعاشۍ او ګواښ ته یو(۱) نړیوال پیاوړی نه ویل .
د قدس د پریکړه لیک مسوده پرون د ملګروملتونو په عمومی اسمبلۍ کښې په یوسل اتویشتو(۱۲۸) موافقو ، په نهو(۹) مخالفواو پینځو دیرشو(۳۵) سپینو رایو سره تصویب شوه .
ددغه پریکړه لیک پراساس ملګری ملتونه به قدس د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژندی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ په تیرې چهارشنبې ورځ ټینګار کړی وو واشنګټن به له هغو هیوادونو سره چې اراده لری دملګروملتونو په عمومی اسمبلۍ کښې دقدس په اړه د واشنګټن دفیصلې پرضد رایې ورکړی مرستې غوڅې کړی .
دملګروملتونو دعمومی اسمبلۍ پرونۍ غونډه په امنیت شورا کښې دقدس په اړه د مصر د وړاندیزې پریکړه لیک په ویټو کولو کښې دامریکا له اقدام وروسته وشوه .
امریکا په تیرې دوشنبې شپې د ملګروملتونو د امنیت شورا له څوارلسو (۱۴)مثبتو رایو سره سره دمصر وړاندیزي پریکړه لیک ویټو کړی وو .
دمصر په دغه وړاندیزی پریکړه لیک کښې ویل شوی وو هر هغه اقدام او فیصله چې د قدس دسپیڅلی ښار د نفوسو دجوړښت یا دحالت یا هویت د بدلید په هدف سره وی هیڅ حقوقی بنسټ نلری او د ملګروملتونو له پریکړه لیکونو سره سم باید لغوه شی .
دغه پریکړه لیک دغه راز له ټولو هیوادونو غوښتی د امنیت شورا له څلورسوه اته اویایم(۴۷۸) پریکړه لیک سره سم په قدس کښې د هرډول ډول سفارت او کنسولګرۍ له پرانیستلو ډډه وکړی او دامنیت شورا پریکړه لیکونو ته د پاې بندۍ په ترڅ کښې ددغه پریکړه لیک پرضد هیڅ ډول اقدام ترسره نکړی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددسمبر دمیاشتې په شپږمه(۶) نیټه له پراخو نړیوالو او سیمه ایزو مخالفتونو سره سره وویل واشنګټن قدس د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندی .