ترکیې د متحده عربی اماراتو شارډز افیر احضار کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61715-ترکیې_د_متحده_عربی_اماراتو_شارډز_افیر_احضار_کړ
زمونږ خبریال وایی دترکیې دبهرنیو چارو وزارت پرون په انکارا کښې د متحده عربی اماراتو شارډز افیر له سپکاوی دیوه ډک خبر په خپرولو کښېی د اماراتو دبهرنیو چارو دوزیر په وروستی اقدام اعتراض کښې احضار کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2017 01:40 Asia/Kabul
  • متحده عربي اماراتو تراوسه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت دنسکورولو لپاره په میلیارډونو ډالره لګولي دي .
    متحده عربي اماراتو تراوسه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت دنسکورولو لپاره په میلیارډونو ډالره لګولي دي .

زمونږ خبریال وایی دترکیې دبهرنیو چارو وزارت پرون په انکارا کښې د متحده عربی اماراتو شارډز افیر له سپکاوی دیوه ډک خبر په خپرولو کښېی د اماراتو دبهرنیو چارو دوزیر په وروستی اقدام اعتراض کښې احضار کړ .

د متحده عربی اماراتو خارجه وزیر عبدالله بن زاید ال نهیان په تیرې سې شنبې ورځ په خپلې ټویټر پاڼې کښې یو(۱) خبر بیا خپور کړ چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه د ځان او دترکیې سپکاوی بللی دی .

دمتحده عربی اماراتو دباندنیو چارو  دوزیر دغه اقدام سبب شو چې د ترکیې او د اماراتو ترمینځ ژبنی جنګ پیل شی .

دمتحده عربی اماراتو خارجه وزیر عبدالله بن زاید ال نهیان په یوه(۱) خبر کښې ویلی د عثمانی امپراتورۍ اخری واکمن فخرالدین پاشا په مدینه النبی کښې ددغه سپیڅلی ښار د  وسیدونکو پرضد جنایتونه کړی او دهغو شتمنۍ یې چورتالان کړی وې .

هغه ویلی وو فخرالدین پاشا د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان پلار نیکه او له عربانو سره دهغوې د چلند مخینه ده .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وړمه ورځ د متحده عربی اماراتو خارجه وزیر ته په وینا کښې وویل خپل حد وپیژنده او کله چې فخر الدین پاشا د مدینې دفاع ته تللی وو د ستا پلار نیکونه چیرته وو .؟

دترکیې د ولسمشر ویندوی ابراهیم کالین هم د متحده عربی اماراتو دخارجه وزیر څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل فخرالدین پاشا په زړورتیا سره د بریتانیا د پلانونو په وړاندې د مدینې دفاع کړی وه .

فخرالدین پاشا له ۱۹۱۶ میلادی کال څخه تر ۱۹۱۹ میلادی کال پورې په مدینه النبی کښې د عثمانی امپراتورۍ واکمن وو .

دا لومړی ځل نه دی چې دمتحده عربی اماراتو چارواکی د ترکیې او دسیمې دنورو هیوادونو پرضد دریځونه غوره کوی .

د رسمی راپورونو پراساس متحده عربی اماراتو تراوسه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت دنسکورولو لپاره په میلیارډونو ډالره لګولی دی .