امریکا د ایران پرضد چټی ادعاګانو ته دوام ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i61717-امریکا_د_ایران_پرضد_چټی_ادعاګانو_ته_دوام_ورکوی
زمونږخبریال وایی د امریکا د سپینۍ ماڼې ویندویې سارا سنډرز (Sarah Huckabee Sanders)دایران پرضد د واشنګټن د چارواکو د چټی څرګندونو په دوام کښې دایران اسلامی جمهوریت په عربستان د یمن د پوځ د دسمبر د میاشتې د نولسمې(۱۹) نیټې د توغندی حملې نهایی مسول وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 22, 2017 01:56 Asia/Kabul
  • دسعودي عربستان په مشرۍ تیریګر ائتلاف تل ادعا کوي چې ایران دیمن ولسي ځواکونو ته وسلې او توغندي ورکوي .
    دسعودي عربستان په مشرۍ تیریګر ائتلاف تل ادعا کوي چې ایران دیمن ولسي ځواکونو ته وسلې او توغندي ورکوي .

زمونږخبریال وایی د امریکا د سپینۍ ماڼې ویندویې سارا سنډرز (Sarah Huckabee Sanders)دایران پرضد د واشنګټن د چارواکو د چټی څرګندونو په دوام کښې دایران اسلامی جمهوریت په عربستان د یمن د پوځ د دسمبر د میاشتې د نولسمې(۱۹) نیټې د توغندی حملې نهایی مسول وباله .

د یمن ولسی کمیټیو او پوځیانو د روان میلادی کال د دسمبر دمیاشتې په نولسمه(۱۹) نیټه دسعودی عربستان د ال سعود رژیم جنایتونو ته  په ځواب کښې په ریاض کښې په الیمامیه ماڼۍ دبلاسټیک توغندی حمله کړی وه .

د امریکا د سپینې ماڼۍ ویندویې میرمن سارا سینډرز پرون په یوې(۱) بیانیې کښې دایران د اسلامی جمهوریت پرضد د ملګروملتونو دامنیت شورا د اقدام غوښتنه وکړه .

په ملګروملتونو کښې د امریکا دائمی استازی میرمن نیکې هیلې هم د دسمبر په څوارلسمه(۱۴) او نولسمه(۱۹) نیټه دیمن په مظلومو خلکو دبمباری لپاره له سعودی عربستان څخه د واشنګټن بې دریغه وسله والو ملاتړونو ته له اشارې پرته ایران په ریاض د توغندی حملې لپاره دیمن د انصار الله غورځنګ په وسلو سمبالولو تورن کړی وو .

د ملګروملتونو د ویندوی مرستیال فرحان حق د دسمبر په څوارلسمه(۱۴) او دملګروملتونو د  سرمنشی مرستیال جیفری فیلټمین د دسمبر په نولسمه(۱۹) نیټه د امریکا د استازی نیکې هیلې دغه ادعا رد کړی وه .

دسعودی عربستان په مشرۍ تیریګر ائتلاف تل ادعا کوی چې ایران دیمن ولسی ځواکونو ته وسلې او توغندی ورکوی او  عربستان په دغه ادعا سره دیمن دکړکیچ دحل په لاره کښې خنډونه جوړوی .

دیمن چارواکو په ځلونو ټینګار کړی دی ددغه هیواد دپوځ دفاعی قدرت کاملا ځایی دی او دسعودی عربستان لخوا له هراړخیزه کلابندۍ سره سره دیمن دفاعی قدرت ورځې تر بلې په زیاتیدا دی .

دسعودی عربستان رژیم او امریکا تراوسه دیمن دخلکو د مقاومت په دلیل نه دی توانیدلی قدرت ته دخپلو لاسپوڅو د رسولو لپاره خپلو هدفونو ته ورسیږی .